دپنجشنبي ماسپښين د تکړه شاعر ښاغي  محمد عليم ((بسمل)) دويمه شعري ټولګه ده چې  تازه دسالنګ خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوی ده دښاغلي بسمل په شعر که څوک خبري او بحث کوي نو ډير څه به پرې وليکي خو ما دلته د پنجشنبې په ماسپښين کې غوره او په زړه پورې بيتونو  دراټولولو هڅه کړی چې تاسو سره يي شريکوم هيله ده دخوښئ وړ مو  وګرځي .مننه

کوم انسان چې ليونی شي ،شي روان غرونو ته خيږي

زه بسمل ليونی نه يم خو اُحد ته مې زړه کيږي

 

کله سر کله تندی کله زړه حسنه

بايد هره ورځ يوشی درپسې مات شي

 

په نورو دخندا غشي بس څرښنده تيريږي

يوازې دبسمل له زړګي پورې وورې وزي

 

باڼه دښکلو هم ملګري ملتونه بويه

خوراک يې وينې دي په زړونو کې وهي لاسونه

 

زمونږ پرکور به غدۍ پريوځي تلاشي به راشي

دعدالت قهرمانان خپل او پردي به راشي

 

ددې وخت منافقين دوه مخي ندي

په شپږ اړخه څرګنديږي لکه خښتې

دخپل ذهن او دفکر په قالب کې

 خرڅېدلو ته جوړيږي لکه خښتې

په دنياکې خو خام پاتې شول بسمله

په دوزخ کې به پخيږي لکه خښتې

 

دخلکو به جنت حورو غلمان لپاره خوښ وي

زما بيا پدې خوښ دی چې جګړه به په کې نه وي

 

چې يې په دين باندې پښه کيښوده او نوم يې لوړ کړ

جهاديې نه منو او بياورته رهبر نه وايو

کافران نه يو له خاينه خدای پاک ښه پيژنو

خو دهر چا تکبير ته الله اکبر نه وايو

 

که هميش دپيښور په څنګ کې ميشت شم

ننګرهار غوندې به تل ګل ګلزار يم

 

پېښې باد او مونږه څانګې يو بسمله

چټي داهيله کوو چې کراري شي

 

که قيامت غواړې اسرافيله شپيلۍ مه پوکوه

حورې ته وايه چې دنيا ته يو سترګک ووهي

 

کوم کافران چې له اسلام  سره په جنګ اخته دي

دطيارو تيل دکعبې منجوران ورکوي

 

حسن ته خدای کاشکې زړه او سترګې هم ورکړې وای

ډيره مې سودا ده چې له چا سره بې مينه وه

زړه په زړه اينه  ده خو دې تا سترګې زړه نلري

زړه يې که درلودای نو به له ماسره بې مينه وه

 

چې تبليغيان يې بستره کې درپه در ګرځوي

دين به بې قدره شي داعي به بنجاره غوندې شي

 

ځان يې چې يوسف باله دنيا يې زليخا ښوده

نن دهر يوه ګريوان له مخې نه شکېدلی دی

 

چې هوا رانشي په غيږ کې يې راپورته نکړي

خاورې خځلې په هوا پورې ځان نه نښلوي

 

جنت کې ږيره نشته حورې شته عشق شته ځکه چې

غيږ کې ليلا له غټې ږيرې سره خوند نه کوي

 

ودې کړوي او بيا احسان هم په تا واړوي

ښکلو دا عادت له سوله ساتونه زده کړی ده

 

د زړه مبايل مې په هجران کې انتن نه ورکوي

زه چې ديار ترڅنګه نه يم له ساحې خارج يم

 

مور زما نيمايي روح ده که يې زه دزړه ټوټه يم

چې په کوم غړي يې درد شي هم هغه ځای مې خوږيږي

 

څه مې چې درلودل ټول دې ختم کړل

يوسترګک دې وواهه فارمټ دې کړم

 

جنګ دسترګو ای بسمله لکه جنګ د اصحابانو

دواړه لوري په حق بويه ګرمول يې په کار نه دي

 

لاړل دبسمل دپنجشنبې دماسپښين ياران

اوس به لکه شمعې په قبرونو بلوو ډيوې

 

چې هر ځای وي ياره تاته به راجع وي

بسمل ستا يومنفصل غوندې ضمير دی

 

حالات ترينګلي دي څوک مينې ته زړه نه ښه کوي

ملا بسمله سړی چاته يو سترګک ووهي