لاس مې په هيچا ندی بر سوله به راولمه

کړمه له کلي نه سفر سوله به راولمه

اينځر يې هم دی قتل کړې چنار هم قتلوي

وار کړي په لمنځې او نښتر سوله به راولمه

ما که هرڅومره زهر وپاشل دشر په فصل

بيا يې هم ورک نه شولو کر سوله به راولمه

چې بې وسۍ له ګريوان ونيومه برناحقه

په خپل قصور نه يم خبر سوله به راولمه

پښو ته به يې پرېوزمه دوخت زنه به هم ونيسم

 زما که ومني نظر سوله به راولمه

له شره لرې لرې لاړمه خوبيا ((سليمه))

اوښتې بياهم يم په شر سوله به راولمه