وايي ،د زړه درد د مړينې لامل کيږي خو په رښتيا وايم تاپسې مې زړګى خوږيږي او پدې خيالونو مې د زړه پټه  دنيا د رنگينيو ډکه وي.
د زړه دنيا په رازونو او رمزنو مې څوک نه پوهېږي .
زه پوهېږم ،چې دلته يوه جلا دنياگۍ ده ، يوه غنمرنگه پرې حکومت چلوي
او يوه دنگه يې کله ړنگه او کله ودانه کړي.
د محبت په شغلو سوځلي پتنگان
نه خدايه سوي ،بوراګان
هو رښتيا دواړه بوراګان او  پتنگان
 د سوځونکې مينې له انجام څخه ښه خبر وي
 خو  بيا هم د مينې په سنگر کې ځان د سپينې خولې شهيد کړي.
زاهد مې په روز گار اعتراض کوي .
حکايت يي تاثير نلري ځکه ،چې  د زړه په دنيا مې د يوې دنگې  د شنو بنگړيو کړنگاه خپره وي او د فکري نړۍ  چوپو تارونو ته  مې ترنگ او شرنگ ورکوي .
ناصح ملامت ندى ،د بنگړو له شرنگا څخه رنځ وړي ځکه ،چې د گلو مخو ،او پۍ مخو په محفلونو کې يي د زړه او سترگو جواري نده کړي.
آه خدايه نور يي دپټ ساتلو وس نلرم ډنډورې غږوم
چې ښکلى دى جانان ،څومره ښکلى دى جانان.

دلبرې بيامې د زړه په ويرانه دنياگۍ داسې راوريږې لکه د اوړي  پشکال بارانونه