غزل

څوك په ځان وي څوك په څه پورې تړلى

همدا ژوند دى زړه وي زړه پورې تړلى

 

اى ملګريه لا هم ډېر درته محتاج يو

زموږ پل خو ستا په پله پورې تړلى

 

د سپوږمۍ په رڼا ځو كه چرته شپه شوه

زموږ مزل نه دى تياره پورې تړلى

 

يوه ژبه يو ګفتار ټينګ يې عمل وي

دغه شان وي پښتانه پورې تړلى

 

دا چې څومره پنا كېږو پيدا كېږو

دلته هر كار وي يو څه پورې تړلى

 

بد ته بد يو ښه ته ښه يو څرګندېږو

بد به بد وي ښه په ښه پورې تړلى

 

دا چې ټول ورته ياران يو ورته ګران يو

زموږ ژوند خو بس همده پورې تړلى

واک