غزل
تاسره خواکې ورځې شپې ټولې را يادې شولې
نن هاغه تېرې زمانې ټولې را يادې شولې
مستې ځوانۍ، خواږه شراب هغه دمينې موسم
اخ د ماضي خوږې کيسې ټولې رايادې شولې
نن شپه څه خوږ نری نری باران و ريږي ګله
خوږې شېبې د يارانې ټولې را يادې شولې
چې مې رقيب سره يو ځای لاس په لاس وليدلې
ستا قسمونه ستا وعدې ټولې را يادې شولې
چې تاته راغلمه او تاهم رانه مخ واړوو
دژوند دا سختې مرحلې ټولې رايادې شولې
واکه د خپل عشق کيسې يې راته ويل ژړل يې
د زندګۍ خوږې تر خې ټولې را يادې شولې
واک
۴شنبه د شپې ۱ بجه.
۱/۱۰/۱۳۹۰
خوځښت دقتر/ د خوب خونه