د بنګله ديش حکومت په پام کې لري چې په دغه هیواد کې میشت روهنګیايي کډوال یوې لېرې پرتې ټاپو ته انتقال کړي.

خو په ورته وخت کې د بنګله دیش د حکومت دغه اقدام د بشري حقونو ډلو لخوا ناسم بلل شوې او خبردارې یې ورکړې چې کومې ټاپو ته چې روهنګیايی کډوال لیږدول کیږي هغه خورا خرابه او طوفاني هوا لري او د طبیعي پیښو د رامنځته کیدو زیات احتمال پکې شته.

خو ټاکل شوې چې د بنګله دیش لومړۍ وزیره شیخ حسینا د راتلونکي اکتوبر میاشتې په دریمه نیټه یادې ټاپو ته د روهنګیايي کډوالو د لیږدولو پروسه رسمآ پرانیزي.

د ریپوټونو په حواله، د اوس لپاره د بنګله دیش سمندري قوې په دغه ټاپو کې د قابو ۱۰۰ زرو کډوالو لپاره جونګړې جوړې کړي چې دا د دغه پلان ۷۵ سلنه بشپړوالې څرګندوي.

د دغه هیواد د طبیعي پیښو د کنټرول اداره ډاډ ورکوي چې د کډوالو د انتقال پروسې تر پیلیدو مخکې به ۱۰۰ سلنه کار بشپړ شي.

د یادونې وړ ده چې بنګله دیش د سمندر له سطحې لږ ټیټ هیواد دی او ډیری وختونه د سمندر د سطحې له لوړوالي سره مخ کیږي، چې له امله یې په دغه هیواد کې سخت طوفانونه او سیلابونه راڅرګندیږي.

په دغه هیواد کې د په تیرو پنځوسو کلونو کې په طبیعي پیښو کې په سلګونه زره مړه او ټپي شوي دي، چې زیاتره دغه مرګ ژوبله د بنګال خلیج ته نژدې ساحلي سیمو کې رامنځته شوې.