د استرالیا په مالي ملاتړ جوړه شوې د مانوس سمندري توقیف خونه چې د پاپوا نیو ګینیا هیواد کې موقعیت لري په داسې حال کې د پاپوا نیو ګینیا د حکومت لخوا تړل کیږي چې لا تراوسه په کې څه دپاسه ۸۶۰ پناه غوښتونکي ژوند کوي.

د پاپو نیو ګینیا سترې محکمې دغه توقیف خونه کابو یوولس میاشتې وړاندې غیر قانوني اعلان کړې وه او د تړلو حکم یې صادر کړې وو.

د دغه هیواد قاضي القضات سلامو انجیا د دوشنې په ورځ رسنیو ته وویل چې حکومت د دغه توقیف خونې په تړلو سره د سترې محکمې د تیر کال حکم عملي کړې دی.

د نوموړي په وینا د دغه توقیف خونې ټول نفوس ۸۸۸ تنه دی چې له دغه جملې څخه ۶۱۴ کسان یې د ریښتینو کډوالو په توګه قبول شوي، د ۶۹ پناه غوښتونکو دوسيي اوس هم تر څیړلو لاندې دي او د پاتې ۲۰۵ کسانو پناه غوښتنې رد شوي چې ډیر ژر به بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه کړې شي.

که څه هم تیره اوونۍ د پاپوا نیو ګینیا حکومت استرالیایي پلاوي ته ویلي وو چې د مانوس توقیف خونه به د روان کال د اکتوبر په ۳۱ نیټه تړل کیږي خو اوس داسې ښکاري چې دغه توقیف خونه تر ټاکلي وخت مخکې تړل شوې.

د ABC خبرپاڼې د راپور له مخې د دغه توقیف خونې اوسیدونکي د خپلو هستوګنځیو څخه کوم بل ځای ته نه دي لیږدول شوي خو د حکومت لخوا ورته ویل شوي چې اوس دوی توقیف نه دي او د سمندري ځواکونو په مربوطه سیمه کې ژوند کوي او د دغه سیمې د نورو اوسیدونکو په څیر ازادي او ښار ته د تګ راتګ اجازه هم لري.