غزل

تـه ګــــــورې نــه چـې څــنـګــه دا وخـــتـونـه  ځــي ورو  ورو
لـه زړه نـه بـه مـــې داســې ســتا یــــــادونـه  ځــي ورو  ورو

دســتـا د ګــــــل غـوټــی شـونـډې سـپـرلـی بـه مـدام نـه وي
په کـــوم ځــای چــې خـــزان راشــي ګـــلــونـه  ځي ورو  ورو

چې تېر د ځوانۍ وخت شي تور ویښتان په سپیندوشي
لـــــه مـستـو مـستـو زړونــو هــوســونـه  ځــــــــي ورو  ورو

خـبـیـب یـې چـې طـبـیـب شـي بـل طبـیـب ته خـاجـت نشته
زخــمـونـه خـپـل جـــوړیــږي هــــــم دردونـه  خــي ورو  ورو

پـه مــا او تـا  کــــې چـل  دی  کـه دریـــم په مـنځ کـې راغـی
چــې اوس زمـــونـږ تــرمــنــځــه ځــوابـونـه  ځــي ورو  ورو

چـې نــوم دې لـــه چـــــا واوري لاروی شــي بـې اخــتـیـاره
لــه سـتـرګــــــویـــې د اوښــکـوکـــتـارونـه  ځـي ورو  ورو

محمدجهان لاروی
22/2/14