اختر

زمـونـږ په کــلــي چــې راځــې اخـــــــــتــره
امــن بــه ځـــــان سـره را وړې اخـــــــــــتــره
پـه دردیــدلـــــو او خــوږ مــــــنـــو زړونـــو
مــرهــــــــــم پـــټــئ بـه لــــګـــوې اخــــــتـره
چـې مو مـشران نېغې شملې په سرکـړي
چـې بـیا مـو ډکـې شـي خـجـرې اخـــــتــره
خــــــــــــــــېـر دی کــه را نـشې پـروا نلــري
زمـونـږ نـه هـېرې ستا کـــیـسې اخـــــتــره
نـه سـتا د پــاره انـــتــظـــار بـاســي څـوک
نـه بـه څـوک بـلـې کـــړي ډیـوې اخــــــتــره
هـا شـور غوغا اوس پـکـې نـه دي پاتــې
خـالـي خـالـي زمـونـږ کــــوڅــې اخــــــتـره
څوک په خپل ژونـدپورې خـیرانه ستړي
دچــانـه ډکـــــــــــــــې هــدیـرې اخــــــــتـــره

زه ((لاروی)) درته نـــور هــېڅ نـه لـــــــرم
یـو څــو ساتــلــي مــې ګـیـلــې اخــــــــتـره

محمدجهان لاروی