خپل  پردي

خـپـل مـو پـه لـــوی لاس پــه پـردیـو وژنـي
پـــردي مــوځـــــکـــــه پــه ګــــولــیـو وژنـي

یـو مـو په نــوم د الـقـاعـیـدې نـه پـرېــږدي
بـــــل مـــــــوپـه نــــوم دجـــسـوسـیـو وژنـي

یـو رانـه سـرپـه چــاړه تـار پـرې کـــــــــــوي
مــــــګـــر دا بـــل مـو بـیا په ســپـیـو وژنـي

یـو پـه رڼــــــا ورځ راتـه کــــــــــور سـوزوي
بــل مــو دشـــــــپــې په تـوغــــنـدیـو وژنـي

یو په ژونـدون رانه لاس پـښې پـرې کــوي
بــــــل مـــو د زهـــــرو پــه مــــــرمـیـو وژنـي

زه  لاروی  اخ  درتــــه څــه ووایـــــــــــــــــم
مــا هــــــر خــــــــــــبــر د بـېـنـنــګـیـو وژنـي


محمدجهان لاروی
10/7/2012
ابوظبی