دکابل واورې
دالپ غرونه واورو پټ کـړل،دپغمان غـرونه رايادشول
جګ په سپينو واورو ښکلي،دپروان غرونه رايادشول
چه له واوروجـوړشـي غـرونه،سالنګـونه راپه يـادشول
چه دمـرګ ژوبلې لامـل شی،برفـکـوچونه راپه يادشول
دکابل واورې رايادشوې،راپه يادورانـې کـوڅې شوې
چـه نه در،نه یی کړکـي وې،وران کـورونه راپه يادشول
چه پـرې سپـينه واوره اوري،سـر پـناه یـی په سـرنه وي
داپخپل کــور کــې بـيکـوره،فـامـيـلـونـه را په يادشول
نه بـړســتـن ،نـه یی شـړئ وه،نـه منـقـل نـه بـخـــــارئ وه
په تـــن لـــوڅ ،په خـيټه وږي،ولــسـونـه راپـه يــادشول
يـتيمـان ســتـرګـــــوته راغـلـل،لـــوڅ لــغـړ بـبـر سـرونه
چه لادوی یی انـتـظارکـړي،ورک پلـرونه راپه يادشول
دوطــن مـشران راياد شول،چه اوس هـريو ميليونردئ
زړه کـی کـرکــه راپيداشوه،مات قولونه راپه يادشول
دقــيام لـه ســترګــو اوښکې،دخـفګـانه راجاري شوې
بـهـيدلـې یی ګـــــريــوان تـه،تـيريـادونه راپه يـادشول
الحاج الها م الدين قيام
شعــرونه