ګرانه وطنه

پـــه تــــا اوري، د اورونـــو شــــــيـــګــــره ده
په لــــمـــن دې ،دســره اورلــــمـبـه خــوره ده

خپل دې بـولي خـوپـردي دي،سـوزوي دې
ګــــران وطــنه ! درتـه چــا کـــړی،خـــيـره ده

ستاله هرې کـــــوڅـې شـنې لـوخـړې خيږي
شــته دې وســول ،پـاتـې شـوی دې ايــره ده

په تاګـــران بـچـيان دې،غـېږه کـې دروژني
جـــــــــ
لادانــو په دوی، ګـــــــډه غـر غــره ده

دبچو په ويرکـې ناست،په اور کـې سـوزې
ګـــــران وطـنه ! ستا لـــمـن په ويـنو سره ده

ستاکوڅـوکې،ښـکـته پـورته جــنــازې دي
اوس دکــلـيـو جـواس نـه شـته ،هــــديـره ده

ګــران وطنه ! دښمنانو وران ويـجـاړ کــړې
لائــې طـــبــعه درتــه ښــه نـه ده، ســپـيـره ده

دبچو په ځای دې بل څوک ،تصـميم نيسي
ددښـــمـن اورقــــيـب، دواړو مـــــــشـوره ده

دښـــمــنــانـو پـريـکــړه کـړی ،ويــشوي دې
اوس دغــټ شـيـطـان هــمـدغه دســتوره ده

دافـغان دښـمـنان بـيا،په جــــرګــــو سـردي
خــرڅــوي دې،کــــــــه دلاســه ئـې پــــوره ده

کــــه افغان ئې ږغ دې پورته کـــــړه قــيـامـه
کــــه در پـــاتـې دغــيـرت ،کـــــومـــه ذره ده

الحاج الهام الدين قيام
والدروف/جرمني
09.01.2012