سلام ګرانوقدرمنولیدونکو دا دتڼیو دغرنی سیمې انځورونه دي امیدلرم چې ستاسوبه خوښ شي.
بایدووایم چې پاتې انځورونه به هم زرخپاره کړم که د الله رضاوي
په درنښت
| خولې ته مې سوړ اوسېلی راغی |
زړګيه بيا به دې جانان ياد شوی وينه |

| خط مې ليکو قلم مې مات شو |
د جانان نوم رانه نيمګړی پاتې شونه |

| خاونده کوم يو پکې خوښ کړم |
مرګ او بېلتون راته جوړه راغلي دينه |

| څنګه د ورايه په خندا شوې |
لکه چې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينه |

| چې توره نکړې نو به څه کړې |
چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه |

زمادلرې وطن یاره
رب دې نصیب په خپل وطن وکړه مینه
| جانانه ويښ يې که ويده يې |
ستا په کوڅه مې لاس تړلی تېروينه |

| چا يې پلو ليدلی نه و |
اوس د تورخم په سرک ځي سرتور سرونه |

| چې چېرته ته وای هلته زه وای |
نصيب تقدير مې له تا لرې ګرځوينه |

| چې وعده وکړې پوره يې نکړي |
ژبه يې پرې کړې چې وعدې پرې نه کوينه |

لنډی د هیواد افغانستان څخه په مننې
بېرته شاته