بی انصافي

واړه خــونــدور شـيان،مــــلا دخــدای نــعـمـت بــولې
هـرچـاته دخـدای ورکــړه،ته پـريــکـړه دقسمت بولې

څوک دژوندهرڅه لري،څوک وږي تږي ساه ورکړي
دومره دژونـد لوی توپير،ملادخـدای حکمت بولې

تـه چـې خپل قسمت ملا،جــومات ته وروستلۍ ئې
هــلته په جـومات کـــې اوسيدل،دځــان عـزت بـولې

زه چـې خپل قسمت دلـته ،راوستئ ميخـانې ته يـم
دا دقــسمت کـــاردی مـــلا ،ولـــې ئـې غــلـط بــولې؟

خدای دی انصاف درکړي،ملا ته بې انصافي کــوې
ځـما قسمت ګناه بولې، خـو خپل دې عــبادت بــولې

زه قـيام پـه خپل قـسمت قــانــع يــــــم،ګـــيـلـه نــلــــرم
تـه پـه قــناعــت مــلا،مـــا ولـــــــې مــلا مــت بــولې ؟

الحاج الهام الدين قيام
علانيه/ترکيه
27.09.2011