دځوانی ژونـدمـې په غـمـوکــــې تـېرشو
په وسواسوپه انـــــدېـښـنوکـــــې تـېرشو

پیدا مـــې نــــــکــــــــړه یوه شـپه دوصــال
ژونـد دهجران په سـرولـمبوکـــې تـېرشو

اوس دزړګـــــي څـخـه مـې ویـنې څــاڅـي
دخــون خــوارو سـترګـوبـاڼـوکـې تـېرشو

وزر مـــــــې څـــــــــــــیـري دي دزړه دبــورا
ګـــــــــــل تـه پـه لاره د ارغـــوکـــې تـېرشو

دا مین تـوب کـــه لـیـونتوب یــې بــولــې
نـادان زړګــی مـې پـه چـاړوکــــې تـېرشو

دسپینې خـولې خـیرات دې هــــم را نه کړ
هسې مې وخت ستاپه کوڅـوکــې تېرشو

زه( لاروی) بـه نــورتـــرڅـــــــــــودردېـــږم
تېرهـرسـاعـت مـې پـه دردوکـــــې تېرشو

محمدجهان لاروی