لــــکـه دوران چــې دســپرلـي تېریږي
داســــې زمـا وسـتاځــوانــــي تېريږي

قــدرپه کــاردی ډېــر د وخـت یــارانــو
دځــوانــی وخـت په هــرسـړي تېريږي

کــــه د دنـیاپـه مـینه هـرڅـومست شـو
اخــیـربـه دا دنـیافـــانـــــــــــــي تېريږي

پـاتــې بـه نـشي څوک ژونـدي په دنیا
هــــم پـه غـریـب هــــم پـه غـني تېريږي

چې کـړم رایادې تېرې ورځې اوشپې
بـلــې لـمبې مــې پـه زړګــــــي تېريږي

یـوه ذره دروغ پـه دا کـــــــــــې نـه شته
دهـجـــــران شــپـې پـه لاروي تـېريږي