|
ګــــــــلان سوي په لمــبو کـــــې وږمــې نشته |
|
وچ باغـــــــــونه دبـــــلبـــل تـــــرانـــــــــې نشته |
|
شــــپه پــه ویـــښه تــــیره وو تـــورو تــیاروته |
|
څـاڅــــکی تـیل هــم دســکون د ډیــوې نشته |
|
د ګــل بڼ مــــې ځــنــکدن دی مــري ګـــــلــونه |
|
د شبنم ستـرګـو کــې اوښـــکې قطـــرې نشته |
|
اوښکې اوښکې به یې کلک له کاڼي زړه کړ |
|
په خجــــــــروکـــــې نــن هـغه ســریـندې نشته |
|
رڼا ګــانـې د مخــونـو یې غــم ښـــکار کــــړې |
|
چـــــې د ښــــــکــلـو د مـخــو پــلــــوشې نشته |
|
که کیسې دي دمـــــرګـــــــــــونو د جــــنـګونـو |
|
د اخـــــــــــــــــتر او دجـشـنونـو کــــیسې نشته |
|
لارویه نــه یــــــــې اورم د شـپـېلـی غـــــــــــــــږ |
|
غـــــــــرو لمـــنوکــــې کــوچــیا نـو رمـې نشته |
شعــرونه