څوک تـورو څـڼوکې غـونـــچـې لـــګــوي
څـــوک پـــه شهید بـابـا جــــنډې لــــګـوي
دچــا لــه تـــور خاورو خـــولې ډکـــــې دي
څوک د مستی نه په ځان خـولې لــــګــوي
دچا دهجــــــــــر په بســــــــتر خــــوبـــــونــه
څــــوک دمیــن سره ســـــــــــینې لـــــګــوي
څـوک په چکــر د مرسېډیســوســـــــــتړي
څوک په اغـــــزوکـې یـبله پــښــې لـــګوي
څــوک په رنګیـنو محفـلـــوکـې ګــــرځـــي
چـاته لاسو کې هتـکـــــــــــړې لـــــــــګـوي
(جهاد یار) ډکه ده لمــــــن لــه اوښـکـــــو
ځان ته د غــــــــــم تـــــورې خېمې لـــګوي

جهاد یار