خدایه دنــوروپـه وطــن مــــدام سپـرلـي وریــږي
زمـاپه ګــران افغـانستــان مــولا  ازغـي وریـږي
څـه مــوخـطـا څه مــوګــــناه دی ربـــه ومـو بــــښه
په مـونږغـمونه دي په نــوروخـوشحـالي وریـږي
ټــول پـردي خـلک راتـه ګـوري نـنـداره مـوکـوي
زمــونږ دخـــلــکـوپـه سرونــوتــوغـنـدي وریــږي
څنــګه به پاتــې شـي ګــلــونه د وطـــن ګـلبڼ کـې
چې شپه او ورځ وربانـدې کاڼي انګاري وریـږي
دظـــــالـــم زور دی دمـظـلــومـــوجــنـازې روانــې
پــه مسلمـان ملت مـــې کــروز دفــرنګـي وریــږي
خپلو کړ وران ښکلی وطـن مې دپردو په لمسون
بس دا فــکـــرونـه دي شپه ورځ په لاروي وریــږی

محمدجهان لاروی