ماته دې د زړه  ښیـــــښې را ماتــې دي
اوښکې خومې ځکه دومره زیاتې دي 
لېـږم  یې جـرګــــه داستاســو کــلــي ته
اوښـکـې مـې دســـــترګــو نـنواتې دي
ته پـرې دزړګــي فیصـلـه خـپــله کــــــړه
ماتـه لاګـیـلـــــــې پـه زړه راپاتــــې دي
چــاچـــــې دوفــالار خـپـلــه کـــــــړې وه
میلــې دهـغـوخـلـکـــومــــیــراتــــې دي
ته که ښاپېری دکــوه کــاف  ښــکـارې
هســې دې په پــوزه  د سرونــاتــې دي
څـــلـه:جهـادیار:ګــیـــــلـه لـه تــا کـــــوم
خپـله مـې قسمت خـوړلــي لاتـــــې دي

جهادیار
۲۰/۵/۹۹