خیـالـونه مــې دزړه په ویجـاړبام لــوبې کـــوي
وېرېږم ګــوزار نشي په مـاښـام لــــوبې کـــــوي
دچــــالــه بـــرکت مــې چــې د زړه توتي الـــوتی
هغـه ورته ږدي دام خـوبس په دام لــوبې کـــوي
پوهېږم نه چې ما او که خـونخوار به هغه بـولي
چــې بـې نـاخــقه نــن زماپه نــام لــــوبې کـــــوي
لمن وهــي لمبوته خــو اشرار هــــــــم راته وایي
ملـګــرو داپه ما کـه مـې په قـــام لــوبې کـــــوي
له خیاله مـې دچا دکــوټې ور بې ټک ټک نشو
غوسه شو له سختی پخپل انجـام لــوبې کــوي
سکون ورته په غېږکې له ناستي نه انکارکـړی
ماشــوم دی په ژړاکــې په میم لام لــوبې کـــوي
ړندې سترګې دهغوشه چې پل ته مې بدګــوري
بد سترګـــي مــې په هـر یوه انعــام لوبې کـــوي
کـــه اوســم جهاد یار د سمندرنه پورې بیـا هـــم
له کبره ډک هر خیال مې په ګلفــام لـوبې کــــوي
اخترخان جهادیار
۲۵/۸/۲۰۰۰
شعــرونه