خپل مخ په اوښکومینځم اوګریوان په اوښکـومینځم
دخیــال په مـــنارو ولاړارمــــان په اوښــــکــــومینــــځم
قســمت په پـیرزویـنـــه کــــې چـــې مـــاته دي راکـــــــړي
دزړه د ورانــــوڅــــوکـــــو اه افـغـان په اوښکــومـینـــځم
کـــــوڅــه کــــــې دجـــانان مـــې رقیبـــان په لـــوټـو ولـــي
دخیال پـه ایـینوکــې خپل جــانان په اوښــکـــومـینـــځم
نــاتـرســـه خــــود پرستــه راتـــه شــنه دي لـــه خـــنـــدانه
زه هغـه په اور سوی کابل جـــان پــه اوښـــکـــومینــــځم
چــــې خېـژي انـــګـــازې دحمـاســــت یې له هـــــرکــاڼــي
لــــړلــی په سرو ویـــنو بـیــــابـــان پـــه اوښــکــــومینځم
دمینې په جـنـون کـــې دلــمبـو په منــځ چـــــې ګــــــډ وي
ساتي په سرو لـمبـوکــــې پتـنـګــان په اوښکــومـینځم
لــه غېـږې دجـانــان چــــې چـــاپـــه زور را جــــــدا کــــړي
رنـځـور دغـــم په غېـږ کـې بوراګــان په اوښــکـومینځم
لــــه زړه مـــــــې جهادیــاره دتسل قافــــلې بـــــارشــوې
قلم مې ستړی ستړی هـرداستــــان په اوښــکـــومینځم
اخترخان جهادیار
۱۰/۱/۲۰۰۰
شعــرونه