ژباړه او لنډیز: ذاکر جلالي
کله چې څوک قلم پورته کوي څو د ژوندانه د بهیر شېبې او دقیقې د شعر یا نثر په جامه کې خوندي کړي، په خپله د یو شمېر دندو څښتن کېږي، چې دغه دندې هغه ته ژمنه او مسؤولیت منځ ته راوړي؛ دغه ژمنه او مسؤولیت نه یواځې د ټولنې په وړاندې بڼه غوره کوي بلکې هنرمند د خپل وجدان په وړاندې هم ژمن دی، په دې ډول چې په خپلې لیکنې یا هنري پنځونې کې د لیکوالۍ ټول اصول او قوانین پرې لازمیږي. یو ماهر او با تجربه لیکوال باید د لازمو مهارتونو لاسته راوړلو، د مطالعې او علمي زېرمې زیاتونې سره ښایي لاندې ټکو ته پام وکړي:
۱- مسؤولیت: لیکوال ته ښایي له ځان سره فکر وکړي چې ولې څه لیکي؟ چاته یې لیکي او دده لیکنه به څه پایلې ولري؟ ځینې داسې انګېري چې د قلموالو کار یواځې لیکل دي. مهمه نه ده چې لیکنه دې پر ټولنې کومه اغېز ولري یا نه. او ځینو بیا وېیلي چې : لیکوال او شاعر د خپلې ټولنې، چاپېریال او نړیوالې ټولنې په وړاندې هېڅ ژمنه نه لري. ولې دا فکر دومره مناسب نه بریښي او ډېر لیدل شوي چې یوې مقالې، یو شعر یا یو کتاب ټولنې کې بدلونونه رواستي وي او یا یې پر اشخاصو مستقیم اغیز ښندلی وي او ددغه ډول ټولنیزو یا روحي بدلونونو بېلګې د مختلفو ژبو په ادبیاتو کې لیدلی شو.
۲- پایښت او تکرار: طبیعي ده چې د روان ژوند هر کار په ځانګړې ډول هغه چارې چې له اند، فکر، لیکنې او وینا سره کار لري، په کارکې بیا بیا تکرار او پایښت ته اړتیا ده. ډېرتکرار اوتمرین، شاعر، انځورګر، لیکوال، هنرمند، صنعتګر او ورزشکار ته قوت ورکوي او موخې ته د رسېدو به لار کې یې توانمنوي. که یو ورزشکار له ډېر تمرین پرته ډګر ته ښکته شي، ماته به یې حتمي وي. لیکوالي، پایښت لرونکي او د شپې او ورځې کار دی. یوه ورځ ټنبلي او مطالعې او قلم ته لاس نه وړل، له وروستیو ټنبلیو سره برابره ده او د بې حوصلګۍ لیکنې به بې له دې چې د نظر د خاوندانو غوسه او نیوکې وپاروي، نوره به هېڅ ګټه ونه لري. کیکاس بن سکندر د «قاموسنامه» کتاب لیکوال لیکي:«د شنبې په ورځ چې به کله صاحب بن عباد د آل بویه نامتو وزیر دفتر ته راغی او څه به یې لیکل. مخ به یې کاتبانو ته کړ او ویل به یې: هره شنبه زه په خپله لیکوالۍ کې ستونزه وینم، له دې امله چې پرون (جمعه) دفتر ته نه یم راغلی او څه مې نه دي لیکلي، د یوې ورځې نه لیکلو اغېز وینم. نو تل په څه لیکلو بوخت اوسه».
۳- ابتکار او نوښت: په ټولو هنري چارو کې، په ځانګړې ډول د لیکوالۍ او شاعرۍ په هنر کې اغېز، اقتباس او تضمین روا دي او تقلید نا روا. د نورو او پخوانیو د اثارو او افکارو له مخې لیکل او تقلید ډېر ناوړه کار دی او سپکاوی او ماته به په پایله کې ولري. واقعي هنرمند هغه څوک دی، چې د خپل د پیدایښت او خلاقیت ځواک په کار واچوي او داسې اثر منځ ته راوړي، چې تر دې وړاندې نورو ورته لاس نه وي وړاندې کړی. څرګنده ده چې د مکرراتو بیا تکرارول او په اصطلاح د پخوانیو ژوول شوي بیا خوړل به په هېڅ ډول لوستونکو ته نه په زړه پورې وي او نه هم ګټور او مفید. هنرمند ته ښايي خلاقه او پنځوونکی ځواک ولري او نوښتونه او ابتکارات یې په آثارو کې څرګند وي؛ له ړانده تقلید څخه دې ځان وژغوري؛ د ورځې له پېښو او حوادثو څخه دې باخبره وي؛ او حتی باید وکولای شي تر یو څه بریده د راتلونکي وړاندوینه وکړي.
۴- حقیقت پالنه: لیکوال باید په خپل کار کې حقیقت پال وي؛ حقایق او وقایع یې بې له پېژندنې او تفحص نه له سترګو تېر نه شي؛ یواځې په خپل ذهن او ذهني زېرمو تکیه ونه کړي؛ ځکه شونې ده چې ډېری وخت ذهن په غلطه وي. له ورځنیو پېښو او مسایلو پوهاوی د لیکلو ځواک دوه برابره کوي. لیکن که د وقایعو او پېښو په ضبطولو کې د درک له لازم ځواک څخه برخمن نه وي او د هغه د لرلید زوایه تنګه او محدوده وي؛ د لیکوالۍ په کار کې به کامیاب او بریالی نه وي. غرض پالنه، د حقیقت پټول او د واقعیت نفې کول د لیکوال او شاعر کار ډېر زیانموي.
په لیکنه کې حقیقت پالنه د لیکوال شهرت او محبوبیت دوه برابره کوي، او اصولاً شاعر او لیکوال باید دولس او ټولنې دوست وي او نه ښایي دغه دوه هېر کړي؛ د وجدان رعایتول او انساني موخې او غوښتنې باید هېرې نه شي. د قلم خاوند باید داسې ونه کړي چې خپل وجدان تر پښو لاندې کړي او د ځواکمنو دغوښتنو په پام کې نیولو سره خپل ولس او وطن هېر کړي؛ لیکوال ته نه ښايي د زر او مال تر اغېز لاندې راشي؛ ځکه، زر او نورې غوښتنې ژر تېرېدونکي او پناه کېدونکي دي؛ لیکن د شاعر او لیکوال نوم او شهرت به تل د تاریخ په پاڼو کې خوندي وي. ددې څانګې په پایله کې باید ووایو: ښه لیکوال هغه دی، چې په لیکنه کې د مسؤولیت احساس وکړي، د خپل هنر د پایښت لپاره تل تمرین او ممارست وکړي، ابتکار او نوښت ولري، واقع بین او حقیقت پال وي او د خپل وجدان له امر څخه سرغړونه ونه کړي. شاعر او لیکوال دنده لري، سربېره پر دقت، ممارست، ژورې مطالعې، د تجربې لاسته راوړل، په لیکوالۍ کې واقع بیني، سم اندی؛ شخصي مسایلو ته لکه استراحت، ورزش، مناسب خواړه، په ځای اوپه موقع مطالعه، مسافرت، له آرامې فضا استفاده او داسې نورو مسایلو ته هم پام وکړي. بې کچې خستګي، د دخانیاتو کارول، د مناسبو خوړو نه شتون، اقتصادي او مالي ستونزې، د کورنۍ او چاپېریال اړوند ستونزې، دا ټول کولای شي د قلموال ذهن او اند ته زیان ورسوي. نظم او ترتیب او د خپلو کارونو د سرته رسولو لپاره پلان جوړونه هم اړین دي. لیکوال باید بې نظمه او غیر دقیق نه وي. له دوامداره لیکلو سره سره استراحت او تفریح او په آزاده هوا کې ګرځېدل او مسافرت هم لازم دي. طبیعي ده، چې د نن ورځې په ماشیني دنیا کې په ځانګړې ډول په لویو ښارونو کې ډېره لږه زمینه برابریږي چې روحي ارامتیا ترلاسه کړو، ولې فکر او سوچ پورې اړوندو چارو کې، آرامتیا او فارغ وخت او تفریح ته اړتیا ده. له پورتنیو ټکو پرته،د کاغذ پرمخ نښې به بې ګټې او له ځانګړې مطلوبیت څخه به برخمن نه وي.