د سهي او سم لیکلو لپاره یو شمېر قوانین او تګلارې وضع شوي، چې د هغو پر خلاف یا د هغو په پام کې نه نیولو په صورت کې، لیکنه کمزورې او بې خونده کېږي. د وینا لپاره که څه هم داسې کومه تګلاره نه شته، ولې بیا هم د وینا د طریقې رعایت کول اړین دي. ګړنیزه ژبه له لیکنیزې ژبې سره خورا ستر توپیر لري (۱) او څه چې ویل کېږي په هماغه بڼه نه لیکل کېږي، بلکې داړتیا پرمهال.
نن سبا ښایي لیکنې ساده، ښکلې او لنډې وي او د نن ورځې لوستونکی د ستونزمنو، پېچلو او اوږدو لیکنو زغم او فرصت نه لري. ټولې لیکنې، د کیسو، شعرونو او حکایتونو او حتی د پوهنیزو او مسلکي مقالو په ګډون که سادګي او ښکلا په پام کې ونیسي، زښت زیات لوستونکي به ولري. البته دا خبره د مطلق ښکلو او لنډو لیکنو په معنا نه ده او لنډیز هم نه ښایي چې له معقول حد څخه تېر شي، تر دې کچې چې لوستونکی حقیقي مفهوم هم درک نه کړي.
د یو اثر د لیکلو لپاره سربېره پردې چې د لیکوال باطني وړتیا، ذوق او مینه اړین دي؛ یو شمېر نور اړین ټکي هم د پام وړ دي چې د لیکلار لیکونکو پواسطه تیار شوي دي؛ ولې موږ هڅه کوو څو تر ټولو اړین یې دلته یاد کړو:
مینه او ذوق، زغم، کافي دقت، مطالعه او تجربه.
۱- مینه او ذوق: لیکوال او شاعر ته ښایي له هرڅه وړاندې څه چې غواړي ورسره مینه ولري؛ ځکه مینه د هر کار په ځانګړې ډول بیا د لیکلو سریزه او پیل دی. د لیکلو په کار کې نه ښایي بې حوصله شو. لیکوال باید ساعتونه، ورځې، شپې، میاشتې او کال تېر کړي، سختۍ، ستونزې او کړاوونه وزغمي او د ژوندانه پېښې یې له کاره ونه باسي. د یو اثر د لیکلو لپاره کافي وخت اړین دی، په لیکنه کې د تلوار او له سره تېرولو پایله پښېماني وي. ځکه یو لیکل شوی اثر د یو شفاهي خبرې په پرتله له خورا زیاتو نیوکو او نظرونو سره مخ کېږي، څرګنده ده چې له هر څه نه وړاندې په خپله لیکل شوی اثر د هغه لیکوال د دقت او زغم ښکارندوی دی او د بېړې او بې حوصلګۍ اغېز ډېر ښکاره کېږي او دا هم څرګندېږي چې لیکوال څومره وخت د اثر پر لیکلو تېر کړی دی. ولې هغه څه چې له هر څه ډېر یوه لیکوال ته اړین دي، مطالعه او د تجربو لاسته راوړنه ده. څوک چې غواړي یو ستر او تلپاتې اثر له ځانه په میراث پرېږدي ښایي د پخوانیو او معاصرو سترو لیکوالو د اثارو له مطالعې څخه غفلت ونه کړي. د شعر، نثر، ناول او علمي، ادبي، تاریخي، ټولنیزواو نورو مختلفو ډولونو لیکنو او اثارو لپاره، په همدغو برخو کې د کتابونو او مقالو لوستلو او مطالعې ته اړتیا لري، که څوک غواړي کیسې یا ناولونه ولیکي، ښایي د ملي او نړیوالو سترو لیکوالو اثار او لیکنې ولولي؛ ځکه څوک چې لیکوالي کوي نو ضرور به له ستونزو او خنډونو سره مخ کېږي. څوک چې له شعر سره مینه لري ښایي د نامتو شاعرانو دیوانونه ولولي او زیات شمېر شعرونه یاد کړي. یا که څوک غواړي نثر ولیکي باید د یو شمېر پخوانیو او اوسنیو لیکوالو اثار مطالعه کړي، په ځاګړې ډول په هغو څانګو کې باید مطالعه وکړي چې څوک مینه ورسره لري.
۲- صبر او زغم: هر څوک چې د لیکنې لپاره قلم پورته کوي باید صبر او زغم ولري. په لیکوالۍ کې بېړه او تلوار ځای نه لري، باید پر دې کار ساعتونه وخت ولګوي او په دې لار کې ستونزې او لوړې ژورې، حتی تصادمونه وزغمي. هره لیکنه، د لیکوال د شخصیت او د هغه د کار د څرنګوالي ښکارندوی ده. طبیعي خبره ده، چې په هره لیکنه کې بېړه او ځنډ دواړه له ورایه څرګند وي.
۳- بشپړ دقت: لیکوال او شاعر باید له بشپړ دقت څخه برخمن وي. ددې لپاره چې لیکوال بشپړ دقیق وي، باید لیکوال روحي او فکري ارام وي او ددغو دوو نعمتونو له امله د اند او فکر تمرکز ترلاسه کېږي. روحي او خیالي نارامتیا که د اقتصادي او مالي ستونزو له امله وی، ذهني تمرکز او افکارو منځته راتګ له منځه وړي. یو مفکر وایي:«د لیکوال زړه او لاس، دواړه باید آزاد وي، نه دا چې یو لاس کې قلم وي او بل تر ذنې لاندې په نورو فکرونو بوخت وي».
۴- مطالعه: مطالعه د لیکوالۍ د کلا د بنسټ تیږه ده. د علومو د ګڼو ډولونو او د کتابونو د ډېرښت له کبله هېڅوک نه شي کولای د دنیا د ټولو کتابونو د مطالعې یا حتی د یوه هېواد د کتابونو د لیدو ادعا وکړي؛ ځکه د انسان عمر دومړه لنډ دی چې نه شي کولای حتی په سلو کې ډېر لږ کتابونه وګوري، لیکن د انسان د توان او وخت سره سم د اړتیا وړ اثارو مطالعه او د متفکرانو د اند او فکر پوهاوی اړین دی. مطالعه، د انسان پوهنیز توان ځواکمنوي او د اثارو په لیکنه کې ورسره زیاته مرسته کوي. مطالعه نه یواځې موږ سره د پوهنیزو او ادبي کتابونو په لیکنه کې مرسته کوي، بلکې د روح نشاط، د ذهن خرّمي او د فکر او خیال طراوت او تازګي منځ ته راوړي.
۵- تجربه: تجربه، له طبیعت، مطالعه او د ژوندانه له ګڼو پېښو سره د همغږۍ پایله ده. هره پېښه څه ښه وي یا ناوړه د انسان پر ذهن او تفکر اغېز ښندي، ددغو تاثراتو ټولګه د انسان تجربې منځته راوړي. هنري شهکار، سربېره پر مطالعې تجربې ته هم اړتیا لري. تجربه، له انسان سره مرسته کوي څو په فکري یا د ژوندانه په نورو چارو کې اشتباه ونه کړي یا لږ تر لږه تېروتنه ترې وشی.
یو لیکوال، یو شاعر او یا یو هنرمند به هره څانګه کې چې تخصص لري، ورځ په ورځ باید خپلې تجربې زیاتې کړي. نه یواځې بریاوې، بلکې ماتې او ناکامۍ هغه تجربې دي چې انسان د دویم ځل لپاره له ناکامۍ او ماتې سره مخ نه شي. د پورتنیو پنځو ټکو سربېره ځینې نور مسایل هم شته چې د لیکنې په کار کې اغېز ښندي.
(۱) دا باید په پام کې ولرو چې په پښتو کې بیا داسې نه ده. د پښتو ژبې لیکنیزه تر ډېره بریده له ګړنیزې سره همغږې ده.