ليكوال: فضل يار
زا او اسنادو دخوندي ساتلو لپاره يانې دکمپيوټر دامنيت لپاره داسې ټکنالوژي جوړه شوې ده،چې هغه به دکمپيوټر داستعمالو
ونکي دسترګو رنګداره پردې IRIS پېژني او وروسته به ورته خلاصېږي . داپه کمپيوټر کې د الي سکېنر نصب کولو ټکنالوژي ده . دنيويارک يوه کمپني به ډېر ژر دغه سکېنر مارکېټ ته وړاندې کړي . دغه الي لاک يا دسترګو قلف به تقريباً په ٩٩ ډالره خرڅېږي . ددې غټه فايده ،چې دکمپيوټر مالک به دسترګو په رپ کې په ډېره محفوظ طريقه انلاين بېنک ، سوشل نېټ ورکينګ او اېمېلونو ته ځان رسوي . دکمپنۍ دعوه ده ،چې دالومړى او يواځينى پورټېبل ايز اسکېننګ اله ده ،دتجارتي کارډ سايز ددغې الې وزن ٤ اوسنه دى . داد USB کېبل په ذريعه دکمپيوټر سره وصل کېږي . کله ،چې دده سافټ واير وتړل شي ،نو دکمپيوټر استعمالوونکى به فقط دهغې کېمرې مخې ته سترګې پټې او خلاصې کړي ،نو کمپيوټر فوراً لاک ان يا خلاصوي . اوس به دچادکمپيوټر څخه څوک ليدنه او يا غلا نشي کولاى ،ترڅو پورې يې ،چې ستاسو دسترګو شنې پردې پېژندلې نه وي ،نه به خلاصېږي . دفېنګر پرېنټ يا دګوټې دچاپ له اشارې هم دا دپېژندګلوى محفوظه طريقه ده . ګوتې دچاپ پېژندګلوي ډېرو خت نيسي، خو په دغه طريقه کې به دسترګو سکېننګ پېژندګلوي دسترګو په رپ کې کېږي .