ليكوال: نبي شيرزاد

تېره شپه مې  له ميډيا واوريدل چې د افغانستان علماء کرامو د طلوع ټلويزيون او هشت صبح  د بنديدو غوښتنه کړې ده!

په افغانستان کې به په لوړه او ټيټه سطحه ډېره کمه داسې خبره واورې چې نوښت ولري. دلته که د کوم ټلويزيون يا راډيو له لارې چا يوه خبره وکړه نو زمونږ ټولنه بيا همغه خبره زمزمه کوي او کلک پرې ولاړ وي؛ بې له دې چې عوامل يې وڅېړي او په دې فکر وکړي چې د دې خبرې نتيجه به څه وي.  د پورتنۍ ادعا د ثبوت له پاره په لنډه توګه لاندې بېلګې ليکم!

د لطيف پدرام په نامه يو متعصب چې حتی خپلو خلکو يې هم پرې باور نه کاوه ، ډېره وړه او پردۍ پاله ډله يې وه چې په هیڅ ډول يې کوم پوسټ ته د رسيدو توان نه ؤ  او حتی په دې هم نه ارزيدو چې پښتانه دې هغه په بدو ردو هم ياد کړي خو پښتنو يې پر ضد لاريونونه وکړل اوځينو خو يې پر سر انعام کېښود چې که چا مړ کړو نو ډېرې پيسې به ورکړو چې په همدې ترتيب يې له يو واړه او بې شخصيته انسان ستر رهبر جوړ کړ او پارلمان ته يې ورساوه. البته دا يوازې پدرام نه بلکې ډېر پردي پاله او بې شخصيته خلک وو چې د پښتنو له همدې کمزورتيا يې ګټه واخيسته ، په پښتنو پسې يې بدر رد وويل او دوی يې پر ضد غبرګونونه وښودل، په ژبو يې زمزمه کړل او شخصيتونه يې ترې جوړ کړل.

همدا راز طلوع ټلويزيون چې يو متعصب او سيمه ييز او په ژبنيو او قومي توپيرونو ولاړ ټلويزيون دی خو پښتنو ورپسې دومره تبليغات وکړل چې افغانان خو پرېږده حتی د نړۍ توجه يې ورواړوله. ځکه طلوع والو د پښتنو له هوايي تبليغاتو ګټه واخيسته او د نړۍ تمويلوونکو ته يې ځانونه د بيان د ازادۍ، ډيموکراسۍ او مدنيت پالونکي او پښتانه يې مخالف معرفي کړل چې په همدې اساس نړيوالو تمويلوونکو په ښه توګه تمويل کړ او شهرت ته يې ورساوه.

پښتانه ليکوال، روڼ اندي او عوام خو پرېږده چې اوس لا د افغانستان علماوو هم شروع کړې  او طلوع ټلويزيون ته د نړيوالو پاملرنه را اړوي څو ډېرې پروژې ورکړي او ښه يې تمويل کړي. ځکه دوی هم په هوايي خبرو، تشو  تبليِغاتو او ډنډورو سره يو سمتي، متعصب، قومي او ژبني نزاکتونو پالونکي مرکز ته ډېره ستره جلوه ورکړي.

که علماء په تشو خبرو پسې نه ځي  او په شعوري يا غير شعوري توګه يو ټلويزيون ته تبليغ نه کوي نو په اسلامي حکمونو کې يو بام او دوه هوا نشته!

هغه نيمه بربنډې تاجيکۍ، هندۍ او پاکستانۍ  سندرغاړې نجونې چې په ملي، امروزو افغان  او نورو کې يې وايي ؛  يا هغه هندي ، اروپايي او امريکايي فلمونه چې د افغانستان په بېلابېلو ټلويز يونونو کې دبله کېږي  ایا اسلام جواز ورکوي؟  باور وکړئ  څه موده وړاندې د افغان ټلويزيون له لارې د (عبرت) په نامه سريال په دري دوبله شوی ؤ چې هغسې نيمه لوڅې، چاغې او شهوت انګېزه عربي نجونې ما په هيڅ افغاني ټلويزيون کې نه دي ليدلي نو ملايان محترمان په دې اړه څه وايي؟

 دا څنګه علماء دي چې په غير شعوري توګه يو بې باکه او متعصب ټلويزيون ته تبليغات، مارکيټينګ او فنډريزنګ کوي؟ 

په دې خو ټول پوهېږو چې په افغانستان کې اوسني حکومت او نړيوالې ټولنې  ته يوازې د بيان د ازادۍ ، ډيموکراسۍ او څو نورو بې ګټې کارونو باټې ورپاتې دي نو باور دی چې  د علماء کرامو په دې غبرګون به نړيواله ټوله طلوع ته نوره پاملرنه هم وکړي او حتی مډال به هم ورکړي!