سيداحمد سامع

كله چې د اسلام مبارك دين په او ومه پيړۍ كې خپور شو، نو د انسانانو تر منځ د حقونو پر بر ابروالی باندی يې ټينګار وكړ، او په ځانګړي ډول د ښځو په هغه حقونو يې زور واچوه چې له اسلام نه مخكی ښځوته نه و، وركړل شوی، چې يو له د غو حقونو څخه د مهر مسئله ده. مهر په اسلام كې د ښځی رواحق دی چې ښځی ته د ميړه له خوانه، وركول كيږي. لكه چې الله(ج) فرمايلی دی: «وركوئ خپلو مير منو ته، مهر ددوی په خوښه.» چې ميړه د ښځی په مهر كې د تصرف حق نه لری او خپله ښځه كولای شی چی د خپل مهر پېسې دژوند په چارو، ولګوی او ګټه تری واخلی. د اسلام د مبارك دين، د يوی هوسا او عدالت خو ښو نكی ټولنی د جوړښت له پاره ټول مسلمانان ديته هڅوی چې په خپلو منځو نوكی د انصاف او عدالت څخه كار واخلی، او په ځانګړی ډول د ښځو حقونو ته چې د اسلام مقدس دين، ور كړيدی، په درنښت قايل شی د بيلګی په ډول د علم زده كړه د نر په څير په ښځه هم فرض ده خو زموږ په ټولنه كې د ښځو زده كړه په يو شمير كورنيو كې بې عزتی ګڼل كيږی، او حق نه وركول كيږي چې زده كړه وكړي، او د خپل كار او كسب له امله ځان او خپلی كورنۍ ته حلاله روزي پيدا كړي، چې دغه كار د ښځو په حقونو، باندې يو ښكاره تيری دی زموږ په اساسی قانون كې همدامنل شوی ده چې ښځه دنر په څير په برابر ډول دزده كړی او كار حق لری. د اوسنيو شر ايطو په نظر كې نيولو سره د هيواد، خلك بايد په اسلام كې د ښځو د حقونو په وركولو كې دلوی خدای(ج) په وړاندې خپل ديني او اسلامي مسووليت سرته ورسوي. ځكه چې حديث شريف دی چې وايې: د علم زده كړه په نر مسلمان او مسلمانې ښځې باندې فرض ده. نو په كار ده چې په دغه برخه كې خپل دينې او اخلاقي دين ادا كړي. ښځه په ميړه باندې د نفقې او جامو حق هم لري.

د نساء د سورې 131 ايت ژباړه: په ميړه باندې د ښځې روزې او جامې كول فرض دي. همدا رنګه په حديث شريف كې راغلي دي: د ښځو په باره كې له خدای (ج) څخه وويريږئ داځكه چې تاسې دوی د الله د امانت په توګه اخيسني او د هغوی د شرم ځايونه مودځان له پاره حلال كړيدي نو په تاسې باندې د دوی خوراك او پوښاك لازم دی. لكه څنګه چې په اسلام كې دا حق وركړ شوې دی چې ميړه، ښځې ته طلاق (خلع) وركولاشي. همدارنګه ښځه هم حق لري چې د دی له حقونو څخه د ميړه د سر غړونې په وخت كې طلاق واخلي، عبدالله بن عباس وايې: چې يوه ورځ د ثابت بن قيس ښځه رسول الله (ص)  ته ورغله اوو ويل چې: د ثابت بن قيس په ديندارئ كې هيڅ عيب نه وينم، خو له كفر څخه يې ويريږم، داځكه چې هغه توردی او هسې نه چې په سپكو لوسره يې د الله (ج) د حكمونو په ماتولو سره كافر نه شي. دخدای رسول (ص) ورته وويل: هغه د خرما بڼ يې چې تاته په مهر كې در كړيدی بيرته يې وركوې؟ ښځې ورته وويل: هو!

د خدای رسول (ص) ثابت ته مخ ورواړوه او ورته يې وويل: د خرما، بڼ دې بيرته واخله او ښځه طلاقه كړه. په اسلام كې د ښځې زيات درنښت شويدی، په اسلام كې ښځه مورده، ښځه خور ده او ښځه لور ده، چې د دغه صفتونو په درلودلو سره په كار ده چې د ښځې د مقام ارزښت د ټولنې د ژوندانه په ټولو بر خو كې مراعت كړو، او هغه حقونه چې اسلام ښځې ته وركړيدي وركړو، او د دغه حقونو په تر لاسه كولو كې ورسره مرسته و كړو، او كوښښ وكړو چې د ښځي او نر، تر منځ دواده پيوندونه، و نه شليږي په كار ده چې د ميړه په مال كې د ښځي د ميراث برخه له ياده ونه وځي. دا ځكه لكه چې مخكې مو، وويل: ښځه مور ده، ښځه خور ده، ښځه لور ده او ښځه د ژوند ملګرې ده، نو دا څرګنده شوه چې د نر نه د ښځي ميراث ډيردی. په دی مانا چې ښځه په څلور ډوله په ميراث كې حق لري. نو د پورتنيو څرګندونو، څخه دا په ډاګه كيږي چې په اسلام كې د ښځې حقونو ته زياته پاملرنه شويده، خو په خپله زموږ د ناوړو دودونو له مخې د ښځو حقونه، نه وركول كيږي، په مهر يې ستر ګې پټوو، په بدوكې يې وركوو، په بدل كې يې وركوو، ولور پرې اخلو، او ان دا چې په زوره يې ودوو.

چې دا ټول زموږ په ټولنه كې په اسلام كې د ښځو د حقونو سره د نابلدتيا له اّمله سرته رسيږي.

موږ دلته د محمد حنيف، ګل احمد، سيد احمد ترين د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځې د دوه يم ټولګي محصلينو او نصير احمد جلالي، معصوم الله عاصم او حكمت الله د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي د څلورم ټولګي محصلينو څخه د هغوی د ارزښتناكه مقالو د ليكلو له اّمله ډيره مننه كوو او لابرياوي ورته غواړو همدارنګه د هيواد د ټولو ځوانانو څخه هيله لرو چې د اسلامي تعليماتو په رڼا كې د ښځو د حقونو په اړوند د خلكو د پوهاوي د كچې په لوړولو كې ګټور ګامونه واخلي.