پوهاند محمد بشیر دودیال
انسان يو طبيعي موجود دی چې له خپل چاپيريال سره څواړخيزې اړيكې لري. كه چيرې د انسان او د هغه د چاپيريال تر منځ دغو اړيكو كې طبيعي توازن له منځه ولاړشي د انسان ژوند له ګواښ سره مخامخ كيږي. د انسان او نورو ژوند يو موجوداتو اړيكي له چاپيريال سره د ايكو لوژې په نوم ياديږي مونږ ګورو چې زمونږ شاوخوا خاوره، تيږې، او به، هوا، ونې اوبوټي، كروندې او غرونه هريو يې مونږ ته ګټور مواد برابروي. په دغه چاپيريال كې د انسان لپاره هغه سر چينې شته چې د بشر په لاس نه دي جوړې شوې، بلكې په قدرتي ډول موجودې دي او زمونږ ژوند ورسره تړلی ديد انسان شاوخوا دغه ټولې منابع زمونږ لاندی اړتياوې پوره كوي:
- د اقتصاد او توليد ډګرته د لومړنيو با ارزښته موادو عرضه
- د اضافی موادو جذب
- د ژوند او اوسيدو لپاره د اقليم مساعده ساتنه او د يو شمير خدماتو لپاره د سهولت برابرول
- د خوشحالی او طراوت رامنځته كول
ځنګلونه هم د نورو طبيعي منابعو په شان پورتنۍ ګټور تياوي لري لومړي ګتورتيابې محسوسه ګټورتيا ده چې په ارقامو او اعدادو يې ښودلای شو خونورې ګټې يې غير محسوسې دي چې په ارقامونشي ښودل كيدای. د بشر د ژوند: خصوصاًد راتلونكو نسلونو لپاره د ځنګلونو همدغه ګټورتيا ډيره مهمه ده چې غير محسوسه ګڼل شوی ده له همدې امله علما وو په ګډه او متحدانه توګه اعلان وكړ چې ځنګلونه هغه ثروت او شتمني ده چې ټول نسلونه له هغې څخه د استفادې حق لري د دغه ثروت له ګټې بايد كار واخلو خو اصلي پانګه بايد راتلونكي نسل ته هم دو پريږ متاءسفانه زمونږ هيواد كې خلك لګيادي بې سخبشه او پرته د هغو له ناوړه عواقبو د اقتصادي استفادې په خاطر ځنګلونه قطع كوي. يو وخت د افغانستان د مساحت په سلو كې دری برخې ځنګلونه و چې اوس سم سينمايي ته راكم شوي دي. د ځنګلونو د استفادې لپاره يو عام د ستور ديوی معادلې په توګه په لاندې شكل ښودل شوی دی:
Fo-xf-xf-lf+q+=f1
پوتنۍ معادله كې:
FO- د كال په پيل كې د لرګيو ذخيره (د ځنګل ټول موجود لرګي)
Xf- د كال په ترڅ كې د وهل شويو لرګيو كاملاًاستعمال شوی حجم
Xf- د كال په ترڅ كې د وحل شويو لرګيو د استعمال اوسط حجم
Lf- د افاتو، امراضو، اورلګيدو او نورو طبيعي پېښوله امله د لرګيو ضايعات يا د ونو تلفات
Qf- د كال په ترڅ كې د لرګيو ذخايرو كې خالص زياتوالی
F1 – دراتلونكی لپاره يادبل كال په پيل كې د لرګيو ذخاير.
پورتنۍ معادله د اقتصادپوهانو، د چاپيريال پيژندنې د پوهانو او د ځنګل پوهنې د علم د متخصصينو په ګډو نو كوښښو وروسته تر اوږدو څيړنو تر لاسه شوی. داد دې معني لري چې د ځنګل دونو ساتل بشريت ته يوه حياتی موضوع ده پورتنې څيړنې وښوده كه چيری له ځنګل څخه د معادلی مطابق استفاده وشي ځنګل به وساتل شي دلته كوښښ كيږي چې د ځنګل حجم لوړشي دغه معادله مونږ ته ښيې چې بايد مونږ صرف ډيرې زړې ونې، وچې شوې ونې او په ناروغې اخته ونې پرې كړو خو پرځای يې بايد نوې ونې كينووو يعنې كه xf او lf ضايعات وي نو qf بايد د ځنګل زياتوالي وي نن ورځ د ځنګلو د احياء او احداث لپاره زياته پانګه لګول كيږي داځكه چې ځنګل مونږ ته د اقتصادي ثروت پرته لاندې ګټې هم لري:
دهوا تصفيه
د ځمكې او اوبو د ذخيرې تقويه
په هواكې د رطوبت زياتول او بارانونو له و وريد او زياتيدو سره مرسته
د اضافي كثافاتو تجزيه او تصفيه
وحشي ژويو و دارسيد ځای چمتو كول
له سيلا بونو مخنيوي
د غذايي مواد و توليد
د چاپيريال د موازنې ساتل او د اكسيجن په واسطه د هوا تصفيه او د چاپير يال پاكول
د علمي تحقيقاتو ارزښت كې د هغو رول
و د شديد بادونو كمول او د توپان د تخريب د قوت له منځه وړل
په اقليم غوره اغيزې او د تفريح د ساحې ايجا دول او ګڼ شمير نور مفيديتونه هيڅ بې ځايه نه ده يې شنې ونې او ځنګل په وجود كې له سبز و سره تشبيه شوي دا ځكه هماغسي چې سبزي په وجودكې وينه تصفيه كوي ، كاربن دای اكسايد ورڅخه اخلي او اكسيجن وركوي همداسې هم ځنګل زمونږ چاپيريال كې همدا هره ونه او دونی هره پاڼه زمونږ په ژوند نيغه اغيزه لري زمونږ ژوند مستقيما هرې پاڼې سره تړلې دی دا هيڅ مبالغه نه ده بلكې دا يو ثابت شوی واقعيت دی له دې پرته ځنګلونه زمونږ پرژوند غير مستقيم اغيزي هم لري مثلا:
د انسانونو لويه ويره له سيلاونو څخه ده د ځنګل ونې د خپلو ګڼو ښاخونو په واسطه د باران د څاڅكو شدت كمووي او په نشيب لرونكو سيمو كې د باران او واورې داوبو د جريان سرعت ټيټ او په نتيجه كې د خاورې وړل يا منځل كيدل صورت نه نيسي او سيلاوونه هم نه راوځی له بلی خوا د ځنګلونو د ونو يښي رد دې زمينه برابر وي چې اوبه كې جذب شي. هغه باد چې يو ساعت كې له 8-14 مترو پورې سرعت لری ځنګل يي د كنترول پوره توان لري د هوا د تصفييې په برخه كې بايد وويل شي چې د ونو پاڼې او د ځنګلونو ونې نه يواځي و ګرد غبار او د هوا جامدې ذرې جذبوي د بيلګي په توګه د يو جريب ځمكې ځنګل ونې 30 ټنه ګرد او غبار ته رسوب وركوي د ځګلونو ونې چې په همدومره ساحه كې وي د اوبو بخارات د بخار په شكل هواته ازادوي چې هغه د باران سبب كيږي او په اوړي كې باران د هوا د تودوخي د كميدو لامل ګرځی څنګلي سيمو كې د و خاور چنجيان يا د خټوسره چنجي پيدا كيږی چې هغوی د خاوری لاندی اضافی كثافات پلاستيكو نه او كاغذ و نه تجزيه كوي او خاوره ښه كوي د ځنګلونو يو شمير ونی پسته، عوزان او بادام وي توليد كه چيرې زمونږ خلك د ځنګل (قطع كولو او پری كولو پر ځای د هغو نور حاصلات لكه و چې ميوې او د مرخيړيو څخه استفاده وكړي ګټه به يې لا اوچته وي همدارنګه د ځنګل وحشی ژوي يو بل ثروت دی چې ښه منبع ده ، خود حځنګل په پری كولو سره دغه ټول منابع له لاسه و وځي. په دې توګه مونږ ځنګلونو ته شديده اړتيا لرو د پوهانو څيړنو ښودلی چې د ځمكې د تودوخې د زياتيدو لو علت د ځنګلونو پری كيدل دي ارقام ښكاره كوي د ځنګلی ساحې او د ځنګل شاوخوا ساحو د تودوخې درجه دځنګلي چاپيريال په پرتله په اوړي كې د سانتي ګراد لس درجې سړه وي. خو په ژمی كې يې بادكم وي او په سپرلي كې يې دورښت شدت او د سيلاب خطر كم وي همدارنګه د ځنګلونو د محيط نسبتي لمديل دغير ځنګلی محيط په پرتله په سلوكې لس زيات وي.
په پورته ترګه ثابته شوه چې ځنګل زمونږ پر ژوند اغيزه لري او ځنګلونو ته له څو څو پلوه اړتيا لرو كه چيرې مونږ نن ورځ ځنګل سره بي تفاوته چلند كوو او ونې بيځايه پر ی كوو هم له خپل ژوند سره بي تو پيري ښكاره كوو او هم راتلونكي نسل ته مسوول ګڼل كيږو.
ډيره د خپګان خبره ده چې د سبا ورځې نسل پر مونږ ملامتي واچوي او هغه وخت به مونږ خپلو اولادونو ته هيڅ ځواب ونه لرو.