زه به د پلار په قدم قدم ږدم ((زرولي افغان))

 

د نامتو سندرغاړي شاه ولي افغان د زوى زرولي افغان سره

د ايمل د ادارې يوه غړي خپله ځانګړې مرکه کړې چې مرکه ویبلاګ یې تاسو ته کټ مټ خپروي.

مرکه کوونکى: محمد علي ماليار

د عزت شمع چې خداى کړي د چا بله
هغه کله څوک وژلى په پوکو شي

 پوښتنه: محترمه تاسو د کوم ځاى اوسېدونکي او اوس مهال چرته اوسېږئ؟

ځواب: زما نوم زرولي د پلار نوم مې شاه ولي د لغمان ولايت اوسېدونکى يم او اوس په حيات اباد کې د ژوند ورځې شپې تېروم.

پوښتنه: ستاسې زده کړې که راته وښاياست چې څومره دي؟

ځواب: ما خپلې زده کړې تر لسمه پورې په پاکستاني سکول کې ترسره کړې دي.

پوښتنه: د هنر زده کړه مو د چا نه کړې ده؟

ځواب: زه په داسې خاندان کې زېږېدلى يم چې هغه د هنر سرچينه ده.

پوښتنه: تراوسه پورې ستا څومره کېسټونه منظر عام ته راغلي دي؟

ځواب: تراوسه زما ٣٧ واليمونه منظر عام ته راغلي دي.

پوښتنه: ستاسو د خوښې او ستاسو د شهرت وړ پکې کوم کوم کېسټونه دي؟

ځواب: زما د خوښې او بلکې د عوامو د خوښې زما دا کېسټونه دي چې شړنګ د بنګړو، يخ لګي بادونه او لېلا يو ځل بيا. زما دغه واليمونه ډېرو خلکو خوښ کړي دي.

پوښتنه: تراوسه کوم ټي وي ته تللي ياست او په کومو کې مو پروګرامونه کړي دي؟

ځواب: هو، تراوسه مختلفو ټي وي سټېشنونو ته تللى يم او برخه مې پکې اخيستې ده لکه پي ټي وي، اى وي ټي خېبر، شمشاد، اريانا، آر ټي اين، اى ټي اين، او د دې نه علاوه راډيو او فلمونو کې مې هم برخه اخيستې ده.

پوښتنه: مشهورې سندرې دې کومې دي؟

ځواب: مشهورې سندرې مې دا دي:

زه چې خوار و زار درپسې ګرځمه
پرېږده چې بيمار درپسې ګرځمه
او پي ټي وي ته چې په اول ځل ما کومه سندره ريکارډ کړې هغه دا ده:

اتڼ چې د قندار خلک کوينه
لنډ يې کميسونه خوند کوينه
پوښتنه: په فلمونو کې دې کومې سندرې ويلې دي؟

ځواب: هو، پښتو فلم "نادان زړګى" او افغاني فلم "افسوس چې زه غريب نه وى" او دغسې نور ډېر شامل دي.

پوښتنه: راډيو ته دې کومې سندرې ويلې دي؟

ځواب: راډيو پاکستان، راډيو افغانستان دواړو ته مې خپلې سندرې ريکارډ کړې دي.

پوښتنه: کومو هېوادونو ته مو د هنر د زده کړې دپاره سفرونه کړي دي؟

ځواب: جاپان، دوبۍ او اروپا او په راتلونکي وخت کې بيا دوبۍ ته يو سفر کوم.

پوښتنه: ايا کمپوزونه هم په خپله کوئ که...؟

ځواب: هو، تراوسه چې ما کوم کېسټونه کړي دي نو د اکثرو کمپوزونه ما په خپله کړي دي.

پوښتنه: په راتلونکي وخت کې ستا کوم کېسټونه منظر عام ته راروان دي؟

ځواب: په ډېر نږدې وخت کې ما پينځه کېسټونه بازار ته راروان دي چې د ځينو پکې ريکارډنګ دوبۍ کې شوى خو لا نومونه يې تراوسه ښکاره نه دي.

پوښتنه: په دغه پينځه کېسټونو کې داسې کوم يو شعر دى چې ستاسې ډېر خوښ دى؟

ځواب: زما د واليمونو ټول شعرونه ما ته په زړه پورې دي او د ټولو نه به ماته هغه په زړه پورې وي چې کوم زما اورېدونکي خوښ کړي.

پوښتنه: تاسو په څو ژبو خبرې کولى شئ او په څو ژبو سندرې وايئ؟

ځواب: علاه د پښتو نه په درې ژبو خبرې کولى شم: فارسي، انګلش او اردو. او سندرې په پښتو، فارسي، اردو، پنجابۍ او هندکو کې ويلى شم.

پوښتنه: خپلو اورېدونکو ته څه پېغام لرئ؟

ځواب: زما خپلو اورېدونکو ته دا پېغام دى چې خپلو بچو سره ډېره مينه وکړئ او قلم ورته ورکړئ چې د ژوند هر يو سفر يې روښانه وي.

پوښتنه: ستاسو په خيال هغه کوم کمپوز دى چې تاسې پرې ډېر زيار ايستلى وي او ډېر مشکل وي؟

ځواب: ما چې کله د هند او د پاکستان د اردوزبانو سره په ګډه د يو فلم موسيقي کوله (د فلم نوم دل سے دل تک)، سندره داسې وه: اى زما جانانه راشه تا کړي لوظونه. په دې سندره کې مونږ پينځلس ورځې زيار ايستلى او اوس يو بل فلم ((قصور د چا دى)) په هغې کې ډېر بوخت يم.