ځوان سندرغاړي طارق حسېن باچا سره مرکه
مرکه کوونکى: زاهد الرحمان زاهد
طارق حسېن باچا د موسيقۍ په دنيا کې يو کم عمره سندرغاړى د ى. خو دومره کم عمر سره سره د يو پوخ هنر لوريينه پرې شوې ده چې په ډېره لږه موده کې يې د شهرت مقام موند. تېرو ورځو کې د اېمل مجلې همکار زاهد الرحمان زاهد له ده سره يوه لنډه مرکه کړې ده چې مونږ يې کټ مټ هم په هغه ډول خپروو.
پوښتنه: د نوم سره خو به دې ډېر خلک اشنا وي خو که بيا هم په لنډ ډول ځان معرفي کړئ؟
ځواب: زما نوم طارق حسېن دى چې د پېښور د صوابۍ د وړوکي لاهور اوسېدونکى يم.
پوښتنه: څومره وخت کېږي چې د موسيقۍ مېدان ته راغلي ياست او څومره عمر لرئ؟
ځواب: زه اوس شپاړس کلن يم او په ٢٠٠٢ء کال مې په اول ځل د سندرو ويلو شروع (پېل) کړى.
پوښتنه: څه علت و چې موسيقۍ ته مو مخه کړه؟
ځواب: ددې وجې ډېرې کېداى شي لکه يو خوا زما شوق و او بل زما د کورنۍ نه هم ډېر زيات تشويق شوى يم.
پوښتنه: ستا په کورنۍ کې ستا نه علاوه نور څوک هم ددې فن (هنر) سره اشنا دي او که نه؟
ځواب: هو! زما پلار ظاهر شاه چې يو موسيقار دى، زما مشر ورور شاهد حسېن همدارنګه زما ترور چې شبنم نومېږي او ښه سندرغاړې ده. زما بله ترور چې نورجهان ده هغه هم سندرغاړې ده. او بل زما د ترور خاوند ماسټر علي حېدر چې تاسې ته ښه معلومه ده سندرغاړى هم دى او موسيقار هم.
پوښتنه: په اوسنيو سندرغاړو کې مو د چا غږ ډېر خوښېږي؟
ځواب: ياره ... هسې خو مې ټولو سندرغاړو سره مينه ده خو بيا هم خيال محمد مې ډېر خوښ دى.
پوښتنه: په شاعرانو کې مو د چا شاعري خوښه ده؟
ځواب: شاعران خو ټول ښه دي او ټول مې خوښېږي خو بيا هم زما د رحمان بابا شاعري ډېره خوښه ده.
پوښتنه: تراوسه دې څومره کېسټې کړې دي؟
ځواب: تراوسه ما تقريباً پنځلس کېسټې ډکې کړې دي او د نورو کېسټو تيارى نيسم.
پوښتنه: بيا خو به مو د نورو سندرغاړو سره هم ګډې کېسټې کړې وي؟
ځواب: هو! ما د ذيشان ماشوم، نازيه اقبال، شهنشاه باچا، بريالي صمدي، همايون انګار کېسټې کړې دي. دا چې پلار مې راسره ډېر کوششونه کړي دي زه يې تر دې ځايه رارسولى يم.
پوښتنه: تاسې دا وويل چې زه شپاړس کلن يم نو دا ستاسې د تعليم حاصلولو وخت دى نو ستاسې په اينده به بده اغېزه ونکړي؟
ځواب: زه دا منم خو زه يوازې سندرغاړى نه يم بلکې سبق هم وايم او د پنځم جماعت (ټولګي) طالب علم (زده کوونکى) يم.
پوښتنه: په څو ژبو خبرې کولاى شې؟
ځواب: پښتو خو مې هسې هم مورنۍ ژبه ده اردو مې هم زده او په فارسۍ هم بد نۀ يم.
پوښتنه: علاوه د پښتو نه مو په کومو ژبو سندرې ويلي؟
ځواب: د پښتو نه علاوه په فارسي او ارو مې هم سندرې ويلې دي.
:::::: طارق حسېن باچا ستا نه يو جهان مننه
:::::: ستاسو نه هم ډېره مننه