زه مو و شرمولم

يره اچين شينواری بلا سړی دی دا ځل يې کوکنار سره مرکه کړې، دا چې څه يې ترې پوښتلي اوهغه څه ورته ويلي پاڼې ولولئ:

پوښتنه : سره د دې چې تاسې نړيوال شهرت لرئ پېژندل شوی شخصيت ياست خو بيا هم که د ساحی غاښونو ته ځان وروپېژنې؟
ځواب : ستاسې د دود سره سم به همدومره ووايم چې کوکنار يم کوکنار.
پوښتنه : تاسو خو پخوا نه دلته وئ چا دومر د روا او ناروا چغې نه وهلې اوس ولې د بدلې سرشوئ؟
ځواب : ستا خبره دې په ګل بدله وي خو پخوا په اوړو کې مالګه وم، او اوس خپله همدغه غربيانو شهرت را کړو او د خپلو مقصدونو لپاره يې لکه واسلين استعمال کړم کله رانه د بشريت دښمن جوړ کړي کله راته د قانوني خرڅلاو لارې ګوري.
پوښتنه :په دې روا او ناروا دې هېڅ رڼا وانه چوله؟
ځواب : ته هم دهاتي غوږ کې اوده يې دا پوښتنه مې مخکې ځواب کړه نور تېر شه دې خبرو نه تاسو خو ... نه لرئ زه مو و شرمولم.
پوښتنه : ته غوصه مه کوه مړه څنګه مو .... او ته مو هم وشرمولې؟
ځواب :دا د پېټه کدو غوندې سره وخورې تاسو او دې غربيانو هغو خلکو ته چې د راز نه خبر نه دي دښمن معرفي کړم اوس نو چا راته په ګل کې ډانګي نيولي وي او چا راته په غوټۍ کې او ستا خو دې ... ته نرخو کور پرېږدې او په کور دې.... اوف نور مې مه غږوه.
پوښتنه : کوکنار جانه! وطن للمې دی خلک څه وکړي؟


ځواب : رښتيا هم دا خواران بزګران ګرم نه دي د دوی په حق سترګې پټول هم ناځواني ده، زما دې پوډر يانو ته زړه خوټېږي دوی دې خدای د پاچا په توپ والوزوي. او رښتيا هم دې خوارو انسانانو ته بايد د مار په سترګه ونه کتل شي.
پوښتنه : که څه پيغام لرې؟
ځواب :هو لرم يې هغو مړو هيوادونو ته وايم چې زه خو د بشريت دښمن يم، او پر تاسو بشريت ډې ګران دی، نو مهرباني وکړئ د دښمن مقابله کې خپل بشريت يا دغه انسانان مه چتوئ.

(خاښۍ مجلې څخه