په ړندو کې د يوې سترګې والا باچا وي

درنو او ويدو لوستونکو!
دا ځل مو د د.ا.و. اينجو رئيس پوښتلی چې تاسې يې د مرکې لوستوته رابولو 

پوښتنه : لومړی که دې د نوم، تعليم او دندې په اړه خوله چينګه کړې، بده به نه وي؟
ځواب : راغليه! نوم مې ميربړستن شرم مل د د.ا.و.اينجورئيس او د تعليم په اړه به فقت دومره درته ووايم چې خدای (ج) فضل دی امپړ يم.
پوښتنه : پدې امپړ ممپړ دې پوه نشوم دا څه مانا؟
ځواب : امپړمانا ....... او را ياد مې شو ستاسې په ژبه کې ورته بې تعليمه وايي يانې تعليم مې نه دی کړی.
پوښتنه : شرم مل صيب نو دا دومره اداره څنګه چلوې؟
ځواب : د خدای ظالمه! څه شانزده بيست خو نه دی چې چلول يې سخت دي تا نه دي اورېدلي چې په ړندو کي د يوې سترګې والا باچا وي باچا پوه شوې نن سبا خو ټول کشوپش دانګلېسي دی او ما هم لږ څه ماته ګوډه انګلېسي مينګلېسي زده کړې نو ځکه يې چلول راته سخت نه ښکاري.
پوښتنه : ښاغلی مير بړستن تاسې خو مخکې وويل چې زه....؟
ځواب : بس.......... بس پوه شوم کېږده نو اوس غوږ دې کهاني ته.
پوښتنه : کهاني؟
ځواب : هو کهاني يانې لوبه يانې کيسه، هغه دا وه چې ما ته به مې پلار هر وخت ويل چې زويه له تا نه به ډاکټر جوړوم خو يوه ورځ موږ په همدې خبرو کې وو چې ماما مې راغی. يره چې هر ځای کې وي خدای دې خېټه غوړه او پښې په کلو شو پټې لری ماته يې وويل چې خوريه دې ډاکټرۍ ما کټرۍ نه څه نه جوړېږي انګلېسي زده کړه چې کومې اينجو مينجو کې دې مقرر کړم چې د ډالرو سره د شپې ويده شې نو همغه و چې انګلېسي مې زده کړه.
پوښتنه : ښه ده بس له دې ببو لالو نه تېرېږو که د دې خپلې اينجو د تورو مانا راته وکړې چې څه مانا لري ښه به وي؟
ځواب: : پوهېږم چې ته هم هغه ځای پسې ګرځې چې خارښ نه کوي خو ته به اوس ځواب راکوې چې حقيقت درته ووايم که نه دعوامو په شان دې سترګو کې خاورې واچوم؟
پوښتنه : نه؟ حقيقت راته ووايه چې څه مانا لري؟
ځواب : حقيقت دا دی چې دال مانا د، الف مانا افغانستان او و مانا ورانول، يانې د افغانستان د بياورانولو پر مختيايي موسسه.
پوښتنه : د بيا ورانولو که د بيا ودانولو موسسه؟
ځواب : د بيا ورانولو ځکه چې موږ ټول د انجو ګانو رئيسان هغه کار چې په يوه روپۍ کېږي د حکومت او نورو موسسو سره يې په لس روپۍ قرا داد کوو نو دا بيا ودانول شول که بيا ورانول؟
پوښتنه : نو بيا ولې داسې کار کوئ چې هغه غلط وي؟
ځواب : يره .. داسې پوښتنه دې وکړه چې زما دا دماغ دې په بله واړوو.
پوښتنه : وبښه په قهر کيږه مه وروستۍ پوښتنه مې داده چې تر اوسه څومره پيسې په کې پيدا کړي؟
ځواب :دغسې خبرې دې لنډوه چې زه هم ډېر وخت نه لرم. خو د پيسو په اړه به يو مثال درکړم فرضاً موږ يو مکتب جوړوو د هغې ټول مصارف کيږي ١٣ زره ډالر خو موږ چې قرار داد امضاء کووهغه يا د ٩٠ زره يا د يولک ډالرو وي نو اوس ته خپله چې ولاړ يې سوچ پرې وکړه چې ما به د شپږ اووه کالو راهيسې څومره پيسې پيدا کړي وي؟
پوښتنه : ستا د دې سپينې وينا نه ډېر مننه د خدای په امان
ځواب : مننه خو به رانه خود کوې همدا دې غوښتل چې درته ومې ويلې.

ډالـــــــــــــــر اينجـــــــــو والا ســــــــــــــره دي
ما سره څه دي چې شکوې را نه جېبونه
(د ښاخۍ مجلۍ څخه)