هرکلي ته دي لمر مخې! درځي ستوري لیکي-لیکي
په ادب درته دریږي له هرلوري لیکي-لیکي
یومثال دبېلتون کرښي کهکشان دی تمثیل کړی
باندي ځي پښتانه ستوري دوري-دوري لیکي- لیکي
دغه پوري هدیره ده دوطن دننګیالیو
په نڅاچي بیروغه باندي ښوري لیکي- لیکي
تر تحسین دپردۍ ژبي په پښتو ماته قبول دي
چي راولېږي ملګري سپکي سپوري لیکي- لیکي
ځواني مرګي شهید غوندي،زماتاند ارمان په وینو
رنګېدلی دی له سره، ترنوک پوري لیکی- لیکي
نن خاکیار دچا له غمه په غزل کي وو لیکلي
څو ساړه-ساړه اهونه یو څوتوري لیکي-لیکي