زړه مي دی ډک له مینی ځکه یاره
رانه هیڅوک نه کوي کرکه یاره
ستا په لیدو سي رانه سمه ماته
زما توبه څومره نازکه یاره
هغه چي تا به ویل خوله درکوم
هغه خبره دي کړه ورکه یاره
چي مي د کور ښکلا اسمان ته رسي
زما خو هم پلار سته هم مورکه یاره
په بسم الله یې ښکل کړه دوه اننګي
راسه دا یو ثواب خو وکه یاره
چي د پښتون د زړه ټکور وي داسي
خلک اوس ډېر کم دی پر ځمکه یاره
درسره ډېره زیاته مینه لرم
راته هغې ویله څرکه یاره
12.10.2011
- نورالباري مل
د(( پښتني انځور)) او د (( د مینه چینه )) د شاعر محمد نعیم ازاد پلار نن (۲۰ مېزان ۱۳۹۰)ماپښین د ورپيښي ناروغۍ له امله له فاني نړۍ څخه د ابدي نړۍ پر لور رخصت واخست ؛
...
21.10.2011
- نورالباري مل
هرکلي ته دي لمر مخې! درځي ستوري لیکي-لیکي
په ادب درته دریږي له هرلوري لیکي-لیکي
یومثال دبېلتون کرښي کهکشان دی تمثیل کړی
باندي ځي پښتانه ستوري دوري-دوري لیکي- لیکي
دغه پوري هدیره ده دوطن دننګیالیو...