لیکنه: عمر اضغرشاه

ژباړه: نورالباري مل

 

 

که له مار نه خلک نه وېرېدی نو بې ضرره ماران  به یې د رسۍ  په توګه د پارسل  تړلو لپاره کارول

 

که ډوډۍ په عقل پیدا کېدای نو زما غوندي بې عقلان به له لوږي مړه وای

 

دومره وخور  چي ته خواړه وخورې نه چي خواړه تا وخوري

 

که ته په رېګ کي ماهیان نیولای سې نو له ښځو سره بحث هم کولای سې

 

د پړانګ شهرت له هغه نه  پرانګ جوړ کړی دی کنه نو هغه خو ، خوشي یوه غټه پشي ده

 

 

اوښکي درې ډوله دي : د غم اوښکي ، د خوښۍ اوښکي او د پیاز اوښکي


که ډاکټر درته د هرڅه بدلولو مشوره درکړي نو تر ټولو اول ډاکټر بدل کړه

 

هر ماشوم ته په ماشومتوب کي هغه نانڅکي په لاس ورځي چي د هغه پلار په ماشومتوب کي نه لرلې

 

ژوند دونه تریخ هم نه دی چي ترې وتښتو او دومره خوږ هم نه دی چي منډي پسي ووهو

 

اوښکي درې ډوله دي : د غم اوښکي ، د خوښۍ اوښکي او د پیاز اوښکي

 

د ژوند په مجله کي تر ټولو ښکلې د ماشومانو برخه وي

 

ژوند یو اړخیزه سړک دی چي پر تلای سې خو بیرته نه سې پر راتلای

 

تل په واړه کور کي ستر او په لوی کور کي واړه خلګ اوسي

 

د یخچال (پریج) د یخو اوبو او د منګي د یخو اوبو یوازي دومره توپیر دی چي د منګي له اوبو نه خاورو خوږ بوی راځي

 

د رڼو اوبو تر هغو چینه چي د چا لاس رسی نه ورته کیږي د مردارو اوبو هغه  ډنډ  ښه دی چي حیوانان خپله تنده ورباني خړوبوي

 

مرورتیا پکار ده خو دومره نه چي مقابل لوری یې په پخلا کولو کي مرور سي

 

د رېګ په یوه زره دښت نه جوړيږي خو بې له دې هم دښت نا بشپړه دی

 

تاریخ زده کول آسانه دي خو له تاریخ څخه یو څه زده کول ګران دي