تېره شپه زه (نورالباري افغانمل)، مطیع الله زلال او مولوي عبدالرازق راشد د خپل درانه ملګري حاجي محمد اواب په کور کي مېلمانه وو. چي د شپې تر ډېره مو پر بېلابیلو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وکړل.د شپې نیژدې دوې بجې وي چي چوپتیا پر مجلس غلبه وکړه نو مي سمدستي پر ملګرو ږغ وکړ چي یارانو مشاعره کوو او هغه هم في البدیهه. د ملګرو یې کور ودان زما ناز یې پر مځکه نه وغورځاوه .او سملاسي مشاعرې ته اماده سوه. د مطلعې په توګه د خوشحال خان خټک پر لاندیني بیت پرېکړي ته سره ورسېدو . یاده دي وي چي مولوي عبدالرازق راشد دخوب دېبانو راڅخه یو وړ او موږ نېژدې تر دریو بجو پوري په مشاعره بوخت وو چي دلته یې یو څو بیتونه ستاسي لوستنکو سره شریکوو.
د سبا باده ګذر په چمن بیا کړه
په چمن کي رنګارنګ ګلونه وا کړه
خوشحال خان خټک
ستا د تورو سترګو یاد پکي نڅا کړه
دا زَما زړه چي نن بیا دومره درزا کړه
افغانمل
سپینو لېڅو کي بنګړیو ته شرنګ ورکړه!
په نریو ګوتو تور اوربل بالا کړه
زلال
سپوږمۍ خپل مزل کړ لنډ د آسمان منځته
پر کره د مځکې جوړه بیا رڼا کړه
زلال
هغه ورځ چي به مي ولیدې ستا سترګي
هغه شپه به مي په سرو اوښکو سبا کړه
افغانمل
ستا د تور زلفو فوج هم زورور دی
د غمونو لښکرونه یې پر شا کړه
افغانمل
ځلېدونکو ستورو پیل کړه سترګکونه
د آسمان ټنډه یې ښکلې په ځلا کړه
زلال
د زمان نادودي وګورئ عالمه
د بنګۍ څخه یې جوړه شالیلا کړه
زلال
ما د عشق د شهادت جام دی څکلی
په کافر قاتل کتو مي شهید بیا کړه
اواب
یاره یو ساعت مي ستا څنګ ته د ر پرېږده
ما ملنګ هم لږ ساعت لره باچا کړه
افغانمل
خړي خړي وريځي راغلې خدایه خیر کړې
ورسره دي خدایه تالنده برېښنا کړه
زلال
پټ مي ستا و اننګیو ته کتله
دادي ما هم د غزل توري را غلا کړه
افغانمل
هغه دښت ته چي به هره ورځ ورتلمه
خاموشي د هغه دښت به مي سېوا کړه
افغانمل
خوبولي ماشومان په ژړا سر دي
پر کورو یې بمباري بیا امریکا کړه
زلال
بس دی مه زوکلوه نور داسپین وګړي
لږ تر لږه یې پخلا او دلاسا کړه
زلال
دا الهام یې ستا له شونډو دی اخستی
دا چي نن د بڼ غوټۍ راته مسکا کړه
اواب
ډېر دي تېر ایستم په تشو وعدو باندي
اوس باور نکړم لیکې وعده راکړه
زلال
د رقیب دوه مخيتوب یم حیران کړی
یوه سترګه یې ژړا بله خندا کړه
زلال
باږي باږي مي بدن سي چي راګوري
رډ کاته یې هوښ و زړه محصور زما کړه
زلال
ما خو بیا د دې فرعون زور اوبه کړ
ما خو بیا د توحید چیغه برملا کړه
اواب
پښتنې موري ! د ګران هیواد لپاره
په پوړوني کي لاس ونغاړه دعا کړه
زلال
ها چي تل به مي دعوه د زمري توب کړه
نن مي بیا هغه دعوه دادی رښتیا کړه
اواب
ستا د زلفو په تورتم کي مي زړه ورک دی
خدای خبر که د وتو لار یې پیدا کړه!
افغانمل