خبره چي خراپه سي بیا شخړه هواريږي نه

دا وجه بل څه نه ده، بس درېمان بې اعتباره سو

 

ګدر او شنه منګي او نڅا ګاني  ولي وراني سوې

ټول پوه یو بل څه نسته بس ځوانان بې اعتباره سو

 

د ښکلو سره مینه او کاته پخوا ګناه نه وه

اوس ځکه لو ګناه سوه چي ځوانان بې اعتباره سو

 

مورکۍ ته مي نارې کړې چي سپېرکۍ راکړه ناجوړ یمه

شکوي مي راته ناست دي ،ډاکټران بې اعتباره سو

 

د لږ  پیسو لپاره په درواغو ګزاره کوي

ریشتیا له منځه ولاړل شریکان بې اعتباره سو

 

مېلمه ځکه نېستي سو چي بدله یې بیا کوربه غواړي

دا څه عجیبه ژوند سو چي ستر خان بې اعتباره سو

 

دولت لا دومره نه وو ما ویل ځان به پر قربان کړم

خو غلا یې وکړه ولاړئ  بس جانان بې اعتباره سو

 

لږ پوه سه مدني د نن خبري حمل داري دي

پر نه څه ډنډوره سي ټول جهان بې اعتباره سو