له غرېوه ډکه ده جينۍ، مور ورته څه ويلي
کوي وړې وړې سلګۍ، مور ورته څه ويلي
زه لکه بت په اوږد نظر اوس هم ورګورم ورته
خو نه ښکاريږي په بلۍ، مور ورته څه ويلي
پخوا به ناسته وه وړه وړه د کور مخې ته
اوس نه راوځي لېونۍ، مور ورته څه ويلي
خداى خبر ولې مې په زړه اوس داسې نه وريږي
لکه باران لکه ږلۍ، مور ورته څه ويلي
مونږ لکه ستوري له مداره پسې ونه وځو
هغه په ورېځو کې سپوږمۍ، مور ورته څه ويلي
که راشي هم عادت د پېغلو وکړي بيا لاړه شي
مزه يې نه وي پخوانۍ، مور ورته څه ويلي
ښايي چې چا به يې وي ستر د نغمو مات کړى
چې نه ( غزل ) شته نه ( بدرۍ ) ، مور ورته څه ويلي
د کلي نجونې به د نجونو ميره څوک اوس ټاکي؟
هغه خو نه کوي چېندرۍ، مور ورته څه ويلي
لکه ماشوم يې کړم غلط په نن سبا حيرانه
خوله يې رانکړه په راستۍ، مور ورته څه ويلي.
پکتيا، ګردېزږ__ ٢٢ دسمبر ٢٠١٠ ء کال