ځايــــيږو نه ستا زړه کـــــې زه او سیوری
ډوبــــــيږو په ويــــــاله کې زه او ســــیوری


سجدې زمونږ د دواړو په يو رنګ وي
ژړيـــــږو په مـــــانځه کـــې زه او سيوری


له کلــــي څخه لــــــرې خــــــدای ته راغــــــلو
ترې غواړو يې په غره کې زه او سيوری


بـــــاور زمـــــونــــــــږ د دواړو رڼايـــــي ده
روان يــــــو په تياره کې زه او سيــــوری


ســــــــتامينه ماتوم پرې دنـــــــــــګه ياره
راووځو لمر خاته کې زه او سيـــــوری


د خپل احساس آسمان مو ښه راټيټ کړ
توديـــــږو پرې ســـاړه کې زه او سيوری


له نــــــورو ســــــــره ژاړو چــــــــې ژړا وي
ګډيږو خپل واده کې زه او ســـــــيوری


ميــــږي ته موهم خيال وي چې روان يو
احتياط کوو هر څه کې زه او سيوری.

15 جنوري 2011 ‌‌ء کال ـ پکتيا، ګرديز