څومره ښه نجلۍ/نفسیاتي مسائل

ژباړن :عبرت افغان

پوښتنه : زمادژوندتړون(واده)زماداکادلورسره کیږي ،چي په عمرکي لماڅخه ستره ده ،کله چي زماملګروته داخبره څرګنده سوه نوهغوی راباندي ډیري ملنډي وهي  ،مخکي یې زه په کیسه کي نه وم خو اوس سخته خفه یم ،کنه هغه نجلۍ له ماڅخه ډېره ښایسته اولوستې نجلۍ ده ،مابه فکرکاوه چي هغه به انکاروکړي ولي هغه چپه خوله پاته سوې ده ،اوبیادافکرکوم چي زماپلاردادوستي ددې لپاره کوي څوزماله اکاڅخه ځمکي لاس ته کړي، هره ورځ هوډاوفکر کوم چي راسه له پلارسره مي داخبره شریکه کړم ،خودااندېښنه راسره پیداسي چي بیابه ډېره ګرانه سي چي داسي ښایسته نجلۍ دي زمادژوندملګري وکړي ،مګرله ملګروسره نه سم مخامخ کېدلای .

ځواب : په نجلۍ کي چي بلاډېرښېګڼي دي ،یوه داښېګڼه هم لري چي دمور،پلارخبره پرمځکه نه غورځوي اوستاسره یې دواده کولوڅخه نټه نه ده کړې ،تاسي بایدپه دغه تړون (دوستي )باندي وویاړئ ،هسي دملګروپه خبرومه تېروځئ ،دموراوپلارپه وړاندي هیڅ کله هم منفي سوچونه مه کوئ ،هغوی دخپل اولاد دژوندانه پرېکړه دخپلوتجربوپه رڼاکي کوي .