هســـــي خو نه ده چي یوه کــــیسه ده

د حقیار ژوند واړه کیسه کـــیسه ده

 

دکـــــوم میوند پــــه هکله وګایـــېږم؟

دلــــته هـــر دښــت هـر دره کـــیسه ده

 

دا دوه قبرونه چي له ورایه ښکاري

دا د ترخې مــــیني خوږه کــــــیسه ده

 

زمــــا تر کیـــسې یاره بــدرنګه نسته

خو ســــتا په وجـــــه ښائسته کیسه ده

 

په مــــختــــصر ډول حــــق یــار وکــــړله

کنـــــې نو دا ډېــــــــره اوږده کـــــیسه ده