ځـــان او دې جـــــهان  په مخه کړی یم

څـــــه وکــــړم جـــانان په مـــخه کړی یم

 

داســـــي یو پړاو تــــــه را وتـــــلي یــــو

ښکلـــو د زمـــــــان په مـــــــخه کړی یم

 

تــــــه به راتـــــه وایه چــــي لږ تم سه تم

زه د جنـــــګ میدان په مــــخه کړی یم

 

شــــــپه لکه د ورځــي په شان تېره سي

ځــــمکي او اســــمان په مـــخه کړی یم

 

مـــــینه راســــــه غواړي په دردونو کي

خــــــپل د زړه درمــــــان په مخه کړی یم

 

خـــوشي یې په منډو ترنډو ستړی کړم

زموږ د کلـــــي خــان په مــــــــخه کړی یم

 

وګورئ «غریب » ته شـــپه تېر نه لــــري

پاس اوري بــــاران په مــــــخه کـــړی یم