ما ځان او جهان دواړه د ساقي پر وعده ورکړه

تا داســـــي لېونی بل ځای لیــــدلی دی که نه؟

 

سوداکــــي د شرابو مي بدله د وینو ورکـــــړه

تا داســـــي بریالی بل ځای لیدلی دی که نه؟

 

پــــــــه مینه د دلبر یې وچــ-ړې ته غاړه ایښې

تا داسي قربانی بل ځای لیدلی دی کــــه نه؟

 

په درخته کي اره سو په چړو ټو ټې ټو ټې سو

تا داسي ريښتنی بل ځای لیدلی دی که نه؟

 

مدني /چمن