
ارمــانــجـن یــو پــه ژړا کــي ســاوي اخـلـو
د خـوږمـن زړه پـه درزا کــي ســاوي اخــلو
کـله لانـدي سـو تـر خاؤري ، کله موږ بیا
پـاس د ستـورو پـه ځـلا کـي سـاوي اخلو
ارادې بـه مــو رنـځـوري ځـکـه ښـکاري
چي د تور رقیب په خوا کي ساوي اخلو
و سهار تــــه لا مــوږ نـه یـو رسېـدلـي
په تیاره غوندي فضا کي ساوي اخلو
لاتــر اوســه لــه عـادلـه سـره یـؤ ځـای
د خـواخـوږو پـه دُعـاکـي سـاوي اخـلو
۹دسمبر۲۰۱۰م کال
14.12.2010
- نورالباري مل
غزل
ښه شوه، چې له تا لمن مې ټوله کړه
تــه شـوې بی وفــا، لمن مې ټوله کړه
مـا مــې درتــه زړه پـه لاس کې درکړلو
تــا کـــړلــو خــطا، لـمن مې ټـولـه کــړه
...
15.12.2010
- نورالباري مل
ما ځان او جهان دواړه د ساقي پر وعده ورکړه
تا داســـــي لېونی بل ځای لیــــدلی دی که نه؟
سوداکــــي د شرابو مي بدله د وینو ورکـــــړه
تا داســـــي بریالی بل ځای لیدلی دی که نه؟
پــــــــه مینه د دلبر یې وچــ-ړې ته غاړه ایښې...