ســــتاپېغلتوب اوزماځــــوانـــــي  سړی پــــــه غم اړوي

دالېونــــتوب اودامســــــتي ســــــــړی پــــــــه غـــم اړوي

 

لــــــه حیاډکي ،خوبـــــولــــــي اواوبلـــــني ســــــترګــــــي

لکـــــــه داښکوسپین غــــمي ســـــــړی پـــــــه غــــم اړوي

 

څوک چي په سورسالوکي مخ پټـــوي پټ دي یې کړي

اوچي پـــــــه لاس مـــــخ پټـــــوي ســــــړی پــــــه غم اړوي

 

زموږدجونګــــــړي حـــــــفاظـــــت بـــــه موږپه خپله کوو

کـــــنه دبل کلـــــي ســـــــړي ســـــــړی پـــــــــه غــــــــم اړوي

 

درنـــــــــــه پـــــــوړنـــــی دحــــــیادوطـــن ناوې غــــــواړي

افــــــــغانـــــــــــــــه!دومره بــــې غوري سړی په غم اړوي

 

کوټه : ۲۰۱۰/۱۱/۳۰