لیکوال :رحمت الله رحمت

ولي اکا ښه سړیو ، څوک يې نه وو ازار کړي ، دیو وزري او یواځیتوب ژوند ډېر پر تېر شوی و، دبل دګاونډیتوب احتیاجونه یې ډېر لیدلي وو، دوه درې واره تربرو پرخپله مځکه داسي وواهه ، چي مرګ ته یې رسولی و، ډېره مځکه او جایداد تربرو ځني لاندي کړل ، پرهغه پاته به یې هم ګوزاره نه ورسره کېده ، مجبوره شو بازار ته یې کډه وکړه . دیوشناخته سره شریک شو ، څه کاروباریې پرله برابر کړ ، راستمن سړی و ، ژوند یې ژر ښه شو اوس یې نوهلکان هم  غټ شوي وو ، په کار هم پوه شوي وو.

وایم هغه دچا خبره “  چي ډوډۍ یې پرتبۍ ښه پخېده “ زامنو ته به یې ویل : نیمه ډوډۍ خورئ نیمه دخدای ﷻ   په رضا ورکوئ ، هیڅ شی مونه دي  کم او مانده . ښه مېنه او کور ، ښه محله ، ښه دوکان او کاروبار خپله غوا درته ولاړه ده .

وایم : هغه تربرو چي زه یې څو واري ووهلم او دمرګ خوارۍ یې راباندي تېري کړې ، لا درته راشي هم په ښه وضعت او ښه چلند ورسره کوئ ، موږ به یې ددوی په نیت نه ورسره کوو، زرګر چي دپلار مشر زوی و او ټولو خبروته یې غوږ نیولی و  او ښه –ښه به یې ویل ، دخبري پر وار یې ویل : هو پلاره تاښې خبري وکړې ، دښه کار نوم لا ښه دی او دبد کار نوم بد دی او دبدو پای خراب دی ، خدای ﷻ   موږ ته ښه ژوند راکړی دی او په ښه نظر یې راته کتلي دي .

وایم : بل که موږ ته درېدلي وي ، وي به خو موږ بل ته نه یو درېدلي  . هغه زموږ تربرو چي زموږ سره یې ښه ژوند ونه کړ خپلي مځکي خو یې خپلي وې ، زموږ مځکي یې لا هم راڅخه لاندي کړې ، دغه دی نن یې څه حال دی ، خدای ﷻ   دبل له احتیاجه نه وایستل ، اوس چي بیا خدای ﷻ    داکاختي او وچکالي پر راوستله بیا نو خدای ﷻ      ښه له مځکي سره ووهل .

نن غرمه “ زعفران “ راغلی و، چای مي ورته راوغوښتې وایم پرحال یې ژړا روا ده ، چي داقیصې یې راته کړي دي ، زړه مي باندي تور دود سو ، باغونه یې ټول وچ شوي وو ، دپسو دانه نه وه ورپاته ، دکال له سره چي یې پورونه کړي  هغه پر باندي وو ، د پوروړو له لاسه يې سترګي نه شوای ښکاره کولای . ویل یې زوی مي یوه میاشت دمخه باوړۍ ته ولوېدی نو رسلامت  و ، خو دغه ښی لاس یې دوه ځایه مات شوی و . ویل یې دډاکټر پیسې مي نه درلودې ، سکندې والا هغه لاسونه چي تړي هغه ته مي ورووست ، هغه یې لاس وروتړلی هغه هم سم نه دی جوړ ، هلک ځیني په  عذاب شو  او خلګ وايي ، چي دابه بیرته ورماتوئ ، کوږ به یې ورتړلی وي ، ده راته ویل ، چي له کوره راتلم یو موټ اوړه هم په جوال کي نه وو، موټر کرایه مي له بل چا پور کړه ، “ زرګر سوړ اسوېلی وکيښ ، له نژدې منګي څخه یې اوبه پرسرپورته کړې “ .

پلار ورته وویل : هو زویه ! پر موږ ښه ولاړه ده ، یواځي چي دخدای ﷻ   شکر اداکړو، څوک راڅخه ازار نه شي ، کبر او لويي راڅخه ونه شي .

وایم : هغه بله ورځ چا قیصه راته کوله چي “ګلداد”  او ملنګ  چي سکه داکا زامن دي پرکوچنیانو یې سره جنګ شوی دی بیا یې نو هلکان سره راوتلي دي ، مرګ له یې سره وهلي دي . یو هلک په سر کي په بېلچه وهل شوی دی ، چي دخبرونه دی ، دوه په “ لرو “ وهل شوي دي هغه هم کاري خوږ دي .

وایم : دانو څه ژوند دی چي یو وار کاختي شي ، بیا بدي شي ، وایم داټول زموږ عملونه دي “ ولي اکا “  دنسوارو دبلی سره ښوراوه ، نیت یې داو چي نسوار وکړي . زرګر دخبري وار پیداکړ  او ویې ویل : هو پلاره ! دزعفران قیصه مي درته کوله چي دزوی لاس یې مات شوی و ، هغه هم سکیندې والا کوږ ور تړلی و ، دغه یې حال وچي دموټر دکرایې پیسې یې لانه درلودې ، هغه دوا او ډاکټر خو لا پرېږده ، ما هم ددوی په عمل نه دي ورته کتلي چي یا یې زموږ مځکي لاندي کړې یا یې له موږ سره په کلي کي ظلمونه کول . وایم ده غریب هم پورته نه شوای کتلای ، دی هم په هغو خپلو کارو لکه چي شرمېدی .

بس پلاره ده دغه دغم قیصې راته کولې ، زه به هم یو وار په کار ځني اخته شوم ، دوه واري مي چای ورته راوغوښتې اخیر مي زر روپۍ ورکړې چي داواخله هغه دزوی علاج به په وکړې ، که کلي ته تلې رابه شې یوه ګونۍ اوړه ، څه چای او بوره به هم مادرته ايښي وي هغه به هم درسره یوسې .

ده غریب سر سرتور کړ ، ډېري دعاوي یې وکړې ، ده لا دغه دعاوي کولې چي دکلي د” ملک مدو “  زوی ورپسي راغلی ، سا یې لنډه – لنډه کېده زعفران ته یې وویل : ستا تر راتلو وروسته دي کور والا پر اولاد سخته ناجوړه وه ، بل شی نه وو دغه زموږ دسپاریانو په موټر کي مو راواخیسته دوې ښځي نوري هم ورسره راوختې ، دغه وو چي لنډي مانده ته راورسېدو ، هلته موموټر خراب شو ، سواریان کښته شول هغه ستا کورواله مو په ځولۍ کي راکښته کړه ، دیو پاڼ په سیوري کي مو کښېنووله ، موږ په موټر اخته شو چي ژر به یې جوړ کړو ، لږګړۍ وروسته مو د کوچني ژړا ترغوږ شوه موږ خو ورتلای نه شو ، هخه ښځي ورسره اخته وې   یوه ښځه زموږ خواته راتېره شوه او په ژړا يې موږ ته وویل ،  چي کوچنی یې پیدا شو او داغریبه مړه شوه .