چي  دحـــق ژبه سوه غوڅه اوس ته راغلې

درتـــه ګورو موږ پــــه نه څه اوس ته راغلې


داتـــــــېره توره دي پټه که په پـــــــــوښ کي

ورور دي مړ سولو په پڅه اوس ته راغلې

 

خــــــــول شمله اوس د بې ننګو پر سر وینو

ککــــــری پاته ســـــوه لڅه اوس تـــه راغلې

 

چي ډګــــر په وینو ســـــور وو ولــــي نـــه وې؟

ګـــــړندی چي سوه دا هڅه اوس تـــه راغلې

 

درتـــــه اوس د لاروي کــــــــریږو درک سو

باغ یې لوټ کړلـــو په څه څه اوس ته راغلې

 

 

 

چمن