دغه کښتۍ چې لږترلږه ۱۷ تنه پناه غوښتونکي پکې سپاره ول د یکشنبې په ورځ د استرالیا د کوینزلینډ ایالت د کایرنس سیمه ته ورسیده.

په کښتۍ کې سپاره پناه غوښتونکي ټول ویتنامي وګړي دي. د چارواکو په وینا دغه پناه غوښتونکو په مسقیمه توګه له ویتنام څخه د استرالیا په لور حرکت کړې وه او هیڅ کوم بل هیواد کې تم شوې ندي.

د ریپوټونو په اساس، سیمه ایزو خلکو د دغه کښتۍ له لیدلو وروسته چارواکو ته خبر ورکړې.

د کوینزلینډ ایالت د پولیسو مشر مارک راین په وینا، د کښتۍ له رارسیدو وروسته سمدلاسه د استرالیا سرحدي ځواکونو د راغلو ناقانونه کډوالو د نیولو لپاره په سیمه کې پراخ کشفي عملیات پیل کړل.

د نوموړي په وینا، سرحدي ځواکونو د سیمې د پولیسو په مرسته وکولای شول چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځ ټول راغلي ناقانونه کډوال ونیسي.

په ورته وخت کې د سه شنبې په ورځ د استرالیا نوي ټاکل شوي دفاع وزیر سټیف سیابو په دې هکله خبریالانو ته وویل، چې نوي راغلي کډوال ښایي د پناه غوښتنو د پروسس کولو لپاره د نایرو مهاجرت مرکز ته ولیږدوي.

خو د ګارډین ورځپاڼې بیا د استرالیا د یوې حکومتي سرچینې له خولې خبر ورکړې چې نیول شوي کسان ممکن په څو راتلونکو ورځو کې په یوه ځانګړې الوتکه کې بیرته ویتنام ته واستول شي.

دغه حکومتي سرچینې ګاردین ته ویلي، « یاد ویتنامي وګړي په ناقانونه توګه د کښتۍ په واسطه استرالیا ته راغلي او د استرالیا د قانون لمخې هغوی د پناه غوښتنې حق نلري او باید بیرته ستانه کړل شي.»

همداراز دا د یادونې وړ ده چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راپدیخوا دا د پناه غوښتونکو لومړنۍ کښتۍ ده چې د استرالیا خاورې ته رسیږي.

وړاندې تر دې د استرالیا حکومت په بیا بیا ځلې ادعا کوله چې دغه هیواد ته یې د پناه غوښتونکو د کښتیو راتګ درولې.