د هغه خدای په نامه چې انسان ته عقل او شعور ورکړیدی

 

پښتون انجینر هغه کاري ډله ده چې د خپلو درنو هیوادوالو لپاره د انجینری او نورو ساینسي علومو په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په تکل یې لاسونه سره ورکړیدي ترڅو لدې لارې د خپلو وروسته پاته خلکو چې زیاتره یې د لوړو زده کړو لپاره دوهمې یا دریمې ژبې زده کولو ته اړ ایستل کیږي، یو څه چوپړ وکړي تر څو له مخې یې راتلونکي نسلونه لدې غمیزې څخه خلاص او پښتو ژبه د افغانستان او همدا شان که د خدای رضا وه د پښتونخوا د پوهنتونو ژبه وګرځوي.

پښتون انجینر کاري ډله ستاسو ملاتړ ته کلکه اړتیا لري، ستاسو هره ساینسي لیکنه، ژباړه او مقاله به په ورین تندي خپریږي او د مینوالو په خدمت کې به وړاندې کیږي. ستاسو پښتنو خویندو او وروڼو څخه هیله کیږي چې د خپل مسلک اوړند سکالو (موضوع) په لاندې پته را ولیږی ترڅو له یو خوا خپله ژبه بډایه کړو او له بلې خوا مو خپل مظلوم ځوان نسل د لساني استعمار څخه نور خلاص او د خپلې مستقلې ژبې څښتن شي.

 

درنښت - د پښتون انجینر اداره

 

زموږ پته داده:

meyouandallah@gmail.com