د پاک خدای په پاک نامه!
درنو انجینیرانو! تاسو ته ښه معلومه ده چی تر نن ورځی پوری زموږ هر پښتون ځوان چی د انجینیری میدان ته راځی تر هر څه دمخه مجبور دی چی یوه پردی ژبه (فارسی یا انګلیسی او یا هم دواړه) باید زده کړی. چی دا پخپل وار د نوموړی محصل په روحیاتو بد اغیز لری، له بلی خوا په پردی ژبه د درس ویل د محصل د لاس ته راوړنو لپاره لوی خنډ دی، ځکه د دوی رقیبان داسی محصلین وی چی د هغوی په مورنی ژبه دوی ته تدریس کیږی.
زما له درنو پښتنو انجینیرانو څخه په کلکه دا غوښتنه ده چی د خپل وطن او ملت لپاره د خدمت په روحیه نه د کام پالنی په نامه لږ تر لږه یو کتاب په پښتو وژباړی، او هر استاد یا محصل کی کوم علمی اثر لیکی په خپله مورنی ژبه یی ولیکی.
دا بلاګ هم د همدی موخی لپاره جوړ شوی، ستاسو د وطن دوستی احساس زموږ لپاره د قدر وړ دی، له موږ سره پدی برخه کی همکاری وکړی، تر څو د خپلی ژبی د بډاینی لپاره مو یوه څه کړی وی.
پښتون انجینیر